د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، چې د کازان د ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې یې له روسي چارواکو سره تر ليدنې وروسته «د افغانستان–روسیې سوداګریز فورم پرانیسته.»
نوموړي ویلي، له روسیې سره یې د ټرانسپورټ او ټرانزيټ دوه اړخیزې سوداګریزې او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ پنځه تفاهمنامې لاسلیک کړې دي.
طالبانو ویلي، چې ملابرادر له تاتارستان څخه د څلور ورځني سفر وروسته نن شنبې ناوخته کابل ته ستون شوی.
ملابرادر د کابل په هوايي ډګر کې خبريالانو ته ویلي، چې د دې سفر پر مهال یې د تاتارستان، موردوویا له ولسمشرانو او د روسیې فډراسیون د لومړۍ وزير له دوو مرستیالانو سره هم ليدلي دي.
د برادر په خبره، چې د روسیې فډراسیون له چارواکو سره یې د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زياتېدو، په افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې او په اقتصادي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ په رامنځته کولو خبرې کړي دي.
ملابرادر د یوه پلاوي په مشرۍ د کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان ته تللی و.
په کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم کې د شاوخوا ۹۰ هېوادونو لوړپوړو چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو ۲۰ زره شرکتونو ګډون کړی و.