پاکستان نږدې ۹۰۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي

۳ ساعتونه مخکې

د پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارو د شمېرو له مخې د پاکستان حکومت تېره ورځ د تورخم او انګور اډې له لارو «۸۸۰ افغان کډوال» پر ډیورنډ کرښه اړولي دي.

د معلوماتو له مخې له دې ډلې یوازې «۱۴۲ کسان» د اې سي سي کارت لرونکي وو او پاتې نور د قانوني مېشتیدو هېڅ ډول اسناد نه لرل.

یوازې «۷۲کسان» د انګور اډې او پاتې نور بیا د تورخم له لارې په جبري توګه اېستل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

پاکستاني پولیس اوس هم د اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ایالتونو کې کور په کور د افغان کډوالو نیول کیدو پسې عملیات روان ساتلي او د نړۍوالو سازمانونو هغه غوښتنې یې له پامه غورځول چې په جبري توګه د کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.

د بښنې نړۍوال سازمان په ګډون یو شمېر بشري ادارو ویلي وو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د هر ډول بشري حقونو خلاف عمل دی او یاد حکومت دې ژر تر ژره دا بهیر بند کړي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم ورته غوښتنې وکړې، ځو پاکستان دغو غوښتنو ته چندان غاړه کنېښوده.

بل لوری نیوکې کېږي، چې په پاکستان کې د پولیسو له لوري د اېستل کیدونکو افغان کډوالو مالونه، شتمنۍ او پانګې خوندي نه دي، چې په ځینو حالتونو کې ان چور شوي هم دي.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته د خپل وروستي سفر څخه تر راګرځېدو وروسته اعلان وکړ، چې د افغان کډوالو د پانګو خوندیتوب لپاره یې ځانګړې کمېټه جوړه کړې، خو دغه کمېټې هم په یاده برخه کې چندان د پام وړ فعالیتونه نه دي کړي.

د رسمي شمېرو له مخې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه له پاکستان د افغان کډوالو د اېستل کیدو په بهیر کې تر اوسه «۱۳۰زره کسانو څخه» ډېر په جبري توګه خپل هېواد ته اېستل شوي دي.

همدا راز پاکستان د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ سره ثبت د «پي او ار» کارتونو لرونکو افغان کډوالو ته هم د جون میاشتې تر پایه وخت ورکړی، څو دغه هېواد پرېږدي.

اسلام اباد ویلي، که افغان کډوالو تر یادې نېټې پورې په خپله خوښه ونه وځي، نو پولیس به یې تر نیول کیدو وروسته په زوره وباسي.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د پخواني جمهوري نظام یو شمېر سرتېري، د امنیتي ادارو کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان، خبریالان، ښځینه فعالانې او پخواني دولت کارکوونکي هم پاکستان ته تللي دي.

اوس د اېستل کیدو په روان بهیر کې هغوی هم د اېستل کیدو له ګواښ سره مخ دي.

ځینو بهرنیو او جلاوطنه افغان بنسټونو وېره څرګنده کړې که پاکستان دغه تازه دمي کډوال چې د طالبانو له ګواښ سره مخ دي خپل هېواد ته وباسي، نو هلته به یې ژوند له سختو خطرونو سره مخ شي.

نور خبرونه

رادیو