د طالبانود ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو په موخه پنځه مهم تړونونه لاسلیک شوې دي. یاد معاونیت زیاتوي چې دا تړونونه د ټرانسپورټ، سوداګرۍ، د خصوصي سکتور د ودې او د صنعتي او لوجستکي کمپلیس د جوړولو په برخو کې لاسلیک شوي دي.
دا تړونونه د طالبانود ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال الکسي اویرچوک په حضور کې، د افغانستان – روسیې د سوداګریز فورم د پرانیستغونډې په پای کې، د روسیې د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې لاسلیک شول.
د طالبانود ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت زیاتوي، چې یاد تړونونه بېلابېلو برخو کې دي، لکه ترانسپورټ، د سوداګرۍ پراختیا، د نفت او ګازو اکتشاف او استخراج، سیمهییزه سوداګري او د صنعتي او لوجستیکي کمپلکس جوړول، چې ټول د افغانستان اقتصادي ودې او پرمختګ ته مهمه وده ورکوي.
دغه معاونیت وایي، دا تړونونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا زیاتې پیاوړې کړي، د پانګونې نوې لارې به پرانیزي او د سوداګرۍ د کچې د لوړولو لپاره به مهم بنسټونه کېږدي.