امریکایي سناتور وايي، له امریکا نه د افغان پناه غوښتونکو اېستل یو «ستر خیانت» دی

۱۳ ساعتونه مخکې

د امریکا د اروزونا ایالت سناتور مارک کېلي له امریکا څخه د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو او دوی ته د ورکړل شوي «لنډمهاله خوندیتوب» د ختمېدو په غبرګون کې ویلي، چې دا یو «ستر خیانت او ظلم» دی.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، چې امریکا په افغانستان کې ان سفارت نه لري او بیا هم د ټرمپ اداره غواړي هغه خلک بېرته هلته ستانه کړي، چې خپل ژوند یې د امریکایي سرتېرو سره د مرستې لپاره له ګواښ سره مخ کړی دی.
هغه دارنګه ویلي، چې له امریکا څخه به د دغو پناه غوښتونکو د اېستلو سره د دغه هېواد امنیت کې کمښت راشي.
دغه غبرګونونه وروسته له هغه څرګندېږي، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي و، چې د افغان کډوالو لپاره به د لنډمهاله خوندي وضعیت نور تمدید نه شي او دغه وضعیت به د ۲۰۲۵ کال (د مئ په ۲۰مه نېټه) پای ته ورسېږي او (د جولای په ۱۲مه) به په بشپړه توګه ختم شي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریستي نویم ویلي و، د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او نور د TPS شرایط نه پوره کوي.
د نوموړې دغه څرګندونې د فعالانو او سیاست‌والو اندېښنې راپارولې دي.
تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ټامي پیګوټ هم ویلي و، وخت یې راسېدلی چې د افغان پناه غوښتونکو لپاره «د لنډمهاله خوندیتوب» موده پای ته ورسېږي.
د راپورونو له مخې، نږدې ۱۴ زره افغان پناه غوښتونکو د ټي پي اېس (لنډمهاله خوندیتوب) پروګرام له مخې په امریکا کې ژوند کوي، چې له دغې ډلې ګڼ یې لا هم په دې باور دي، چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی او په دغه کسانو کې سندغاړي، ورزشکاران او ګڼ مدني او سیاسي فعالان شامل دي.

نور خبرونه

رادیو