د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۵۰ افغانان خوشې شوي دي، چې له دې سره په تېرو درېیو ورځو کې ۱۶۰ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې (د غوایي په ۲۴مه) ۵۰ افغانان چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو؛ تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
دغه وزارت د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت له حوالې لیکلي، چې دغه کسان له یوې ورځې څخه نیولې تر ۲ ورځو پورې په زندانونو کې پاتې شوي؛ خو د دغه کسانو د جرم په اړه یې څه نه دي ویلي.
پاکستان تر ډېره هغه افغانان تر نیول کېدو وروسته د یوې او دوه ورځو لپاره په بندخونو کې ساتي، چې په دغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته مېشت وي.