د سعودي عربستان د پانګونې وزیر خالد الفالح د سې شنبې په ورځ د سعودي-امریکا د پانګونې فورم پر مهال اعلان وکړ چې سعودي عربستان به په راتلونکو څلورو کلونو کې په امریکا کې ۶۰۰میلیارد ډالره پانګونه وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکو ته لا پراختیا ورکړي.
الفالح وویل، « دغه نوښت د ولیعهد او صدراعظم شهزاده محمد بن سلمان د لیدلوري په رڼا کې دی، چې موخه یې د دواړو ملتونو ګډو اقتصادي ګټو ته وده ورکول دي».
نوموړي دا خبرې د پاچا عبدالعزیز نړیوال کنفرانس مرکز کې وکړې.
الفالح د دواړو هیوادونو د استازو د لوړې کچې اړیکو ستاینه وکړه، او ویې ویل چې دا له باور او مشارکت د ډکو اړیکو څرګندونه کوي، چې له ۹۰ کلونو راهیسې دوام لري.
نوموړي وویل چې همدا اړیکې د سعودي ارامکو د بنسټ او ودې سبب شوې.
هغه زیاته کړه چې د ویژن ۲۰۳۰له لارې د پانګونې نوې لارې پرانیستل شوي، چې مختلف سکتورونه پکې شامل دي.
نوموړي وویل: « د سعودي عربستان بازار د نړۍ له لسو سترو او چټکو وده کوونکو بازارونو څخه دی. پانګونې او ستروپانګهوالو ته دلته بېساری فرصتونه برابریږي».