د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو لپاره د لنډمهالي خونديتوب وضعیت د نهتمدید پرېکړې په اړه د امریکا د کورني امنیت وزارت وروستی اقدام مثبت بللی دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سېشنبه په ورځ (د غویي ۲۳مه) په خپلې اېکسپاڼه کې د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، دا پرېکړه په افغانستان کې د امنیتي او اقتصادي وضعیت د ښهوالي او د شته حقایقو درک څرګندوي.
د نوموړي په خبره: «دا د اسلامي امارت [طالبان] له اړخه د هېوادني امنیت، اقتصاد او نورو برخو په لړ کې د مثبتو لاستهراوړنو په هکله یو څرګند اعتراف دی.»
بلخي همداراز زیاته کړې، دا ډله چمتو ده چې د متحده ایالتونو او نورو هېوادونو سره د هغو افغانانو د بېرته راستنېدو په اړه چې نور په کوربه هېواد کې د پاتې کېدو شرایط نه پوره کوي، رغنده خبرې وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي: «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان د ازاد تګ و راتګ حق لري.»
بلخي د دوه اړخیزو میکانیزمونو او افغانانو ته د قونسلي خدمتونو پر اهمیت ټینګار کړی او زیاتوي، چې یاده ډله له منل شویو معیارونو سره سم د پېچلتیاوو مخنیوی کوي، د ملي امنیت اندېښنو ته ځواب وایي او د راستنېدونکو عزت او حقونه تضمینوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د افغان کډوالو لپاره د لنډمهالي خونديتوب وضعیت (ټيپياېس) به نور تمدید نه شي.
د یاد وزارت د اعلامیې له مخې، دا وضعیت به د ۲۰۲۵ کال د مې په ۲۰مه پای ته ورسېږي او د جولای په ۱۲مه به په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.
د دغه وزارت په خبره، د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او نور د ټي پي اېس شرایط نه پوره کوي.
دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې اوسمهال د پاکستان په ګډون په درېیمو هېوادونو کې د امریکا کېس لرونکي زرګونه افغانان په یوه ناڅرګند وضعیت کې را ایسار دي.
دغه افغانان چې ډېری یې خبریالان، د مدني ټولنې فعالان او د تېر حکومت کارکوونکي دي، هېواد ته له بېرته ستنېدو وېرېږي او له خپل امنیت څخه ډاډمن نه دي.
طالبانو په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د ښځو د حقونو لسګونه فعالان، خبریالان د تېر حکومت امنیتي ځواکونه او چارواکي نیولي، بندیان کړي او تر سختو شکنجو لاندې یې نیولي، چې دا ټول د دې لامل شوي ډېری افغانان هېواد ته له ستنېدو ویره ولري.
د دې ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو د دروازو بندېدل له هغو نورو اساسي ستونزو ګڼل کېږي، چې افغانې کورنۍ نه غواړي بېرته خپل هېواد ته ستنې شي.