طالبانو د کندهار په شالمار مېله کې د نورو بندیزونو ترڅنګ پر انځور او ویډیو اخیسلتو بندیز لګولی او خبريالانو ته یې ګواښ کړی، چې له دې مېلې به ویډيويې راپورونه نه جوړوي.
د شالمار مېله د احمدشاه بابا له سلطنت راهیسې هر کال د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې جوړېږي.
له کندهار څخه سرچینو د سې شنبه په ورځ (د غويي ۲۳مه) ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبین خبريالانو ته اجازه نه ورکوي، چې د مېله والو سره ويډيو مرکې وکړي او انځورونه واخلي.
د سرچينو په خبره، د ارغنداب ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو خبريالان د څو ساعتونو لپاره په خپل دفتر کې کښېنولي و او ګواښ يې ورته ورکړی، چې انځور او ویډيو به نه اخلي.
سرچینې زياته کړې: «د ارغنداب ولسوالۍ د امربالمعروف کارکوونکو ۷ خبريالان له مېلې څخه د انځور او ویډیو اخیستلو پرمهال خپل دفتر ته غوښتي او ورته ویلي یې دي، چې د والي او مشرتابه د امر له مخې انځور او ویډیو بنده ده.»
د سرچينې په خبره، چې طالبانو د خبريالانو له کېمرو څخه د مېلې اخیستل شوي انځورونه او ويډيو هم له منځه وړي دي.
څو مېله والو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د امربالمعروف ریاست کارکوونکي په دوامداره توګه په موټرونو کې ګزمې کوي او خلکو ته سپارښتنې کوي، چې «ځانونه پر شریعت برابر» کړي.
سرچينه زیاتوي، دغه مېلې ته د ډيورنډ کرښې د ها غاړې او یو شمېر بهر مېشتې افغانان هم ورغلي او محتسبینو ترې غوښتې، چې «خپلې ږېرې ببرې او ځانونه اصلاح کړي.»
شالمار مېله د پسرلي په موسم کې د توتانو له پخېدو سره سم پیلېږي او له شلو څخه تر ۴۰ ورځو دوام کوي.
مېله وال د ارغنداب په شنو باغونو کې د غېږ نیونې، اتڼ او سندرو ویلو ترڅنګ د ډبرې غورځولو، دوره خط او نورې سیمه ییزې لوبې کوي، خو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دې میله کې په سندرو ویلو او اتڼ کولو بندیز لګول شوی دی.
ځیني لیکوالان وايي، د شالمار مېله د دودیزو لوبو، کلتورونو او یووالي د ژوندي ساتلو یوه ښه نمونه ده او طالبان باید د خلکو د خوښیو او د کندهار د سیمه ییزو دودونو مخنیوی ونه کړي.