د ښاري پراختيا د شفافيت، همغږۍ او موثر تطبيق د تضمين لپاره د طالبانو مشر نوی فرمان صادر کړی، چې له مخې یې د ښاري طرحو اړوند معلومات بايد عامو خلکو ته د رسنيو، جوماتونو، ټولنيزو استازو او نورو مناسبو وسايلو له لارې خپاره شي.
د هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې، د کور او ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالي او د ولايتونو او ولسواليو اړوند ښاري ادارې مکلفې شوې دي، چې د ښاري پلانونو اړوند معلومات په برېښنايي او چاپي بڼه خپاره او خلکو ته ورسوي.
په فرمان کې راغلي، هغه سيمې چې تازه د ښاري ساحو برخه ګرځېدلې دي خو لاهم تفصيلي طرحه نه لري، بايد ورته بشپړې طرحې جوړې او خپرې شي.
طالبان دا د ښاري پراختيايي نظم د پياوړتيا لپاره مهم ګام بولي.
په فرمان کې د دې ډلې د چارو ادارې او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ته دنده سپارل شوې، چې د دغه فرمان تطبيق له نږدې وڅاري او ډاډ ترلاسه کړي چې ښاري ادارې یې پر وخت او دقيق ډول عملي کوي.
په فرمان کې راغلي، چې دا فرمان له توشيح وروسته نافذ شوی او باید په رسمي جریده کې خپور شي.