ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا د تاریخ «شرموونکې شېبه» وبلله

۵ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سعودي عربستان کې د خبرو پرمهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د متحده‌ایالاتونو د تاریخ شرموونکې شېبه بللې ده.

نوموړي د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) د سعودي عربستان په څېر د امریکا د سیمه‌ییزو متحدینو پر دفاع ټینګار کړی او پر ایران یې یو وار بیا توندې نیوکې کړې دي.

د متحده‌ایالاتونو ولسمشر وايي، چې که دی هغه مهال ولسمشر وای، د کابل په هوايي ډګر کې به د سلګونو کسانو د وژنې پېښه هېڅکله نه وای رامنځته شوې.

هغه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال د کابل پر هوايي ډګر د داعش ځانمرګي ته هم اشاره کړې ده.

ټرمپ په ریاض کې د سعودي عربستان–امریکا د پانګونې په فورم کې د وینا پرمهال، د کابل په هوایي ډګر کې د لسګونو کسانو په ګډون د ۱۳ امریکایي سرتېرو وژل کېدو ته په اشاره زیاته کړې، چې دا کسان د بایډن ادارې د بشپړې بې‌کفایتۍ له امله وژل شوي دي.

هغه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو وویل: «ښايي له همدې امله پوتین پرېکړه کړې وي چې پر اوکراین برید وکړي، که زه ولسمشر وای، هېڅکله به داسې نه و شوي.»

ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، چې که هغه ولسمشر وای، له افغانستانه به په عزت، ځواک او اقتدار سره وتلی وای.

نوموړي د ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي توندې نیوکې وکړې او ویې ویل: «زما په اند دا زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه وه.»

د امریکا ولسمشر په منځني ختیځ کې د داعش ځپلو ته په اشارې وايي، چې د پاکستان په مرسته یې د کابل په هوايي ډګر د برید عامل نیولی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې ټرمپ له افغانستانه د امریکا ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کوي، بلکې نوموړي واک ته له رسېدو وړاندې هم د مخکېني ولسمشر جو بایډن اداره د دې موضوع په تړاو پړه بلله.

نور خبرونه

رادیو