طالبانو په بغلان کې د ټيک ټاک فعال شېرعلي مبارز نیولی او زندانی کړی دی

۷ ساعتونه مخکې

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په بغلان کې د ټيک ټاک فعال شېر علي مبارز په ټولنیزو رسنیو کې د ناسم فعالیت له امله نیولی.

دغه وزارت ګواښ کړی، هېڅوک اجازه نه لري چې ټولنيزې رسنۍ د ناسمو او غېر اخلاقي موخو لپاره وکاروي.

دغو باوري سرچينو د سې شنبه په ورځ (د غويي ۲۳مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته همداراز ویلي، چې د طالبانو محتسبانو د ټيک ټاک فعال شېر علي مبارز تر جدي تعقیب وروسته زنداني کړی دی.

شېرعلي مبارز په ټيک ټاک کې په ژوندۍ بڼه تفريحي فعالیتونه کول او ډېری وخت به یې ټوکې ټکالې کولې.

نوموړی تر دې وړاندې هم څو ځلې ځايي طالبانو نیولی و او ګواښ يې ورته کړی و، چې خپل فعالیتونه د «شریعت» په چوکاټ کې تر سره کړي.

د طالبانو د امربالعمروف رياست یوې سرچينې بیا ویلي، چې نوموړی یې د اصلاح په موخه غوښتی او هڅه کوي، چې د ټيک ټاک د فعالیت پر ځای ورته د کار زمينه برابره کړي.

د طالبانو د امربالمعروف رياست د ټولنیزو رسنیو ټولو فعالانو ته خبرداری ورکړی، چې ټولنیزې رسنۍ يې په جدي توګه تعقیبيږي او «د عقيدې، فکر او ټولنیز روان د تخریب» مخنیوی کوي.

د بغلان طالب چارواکو تر اوسه د دغه کس د نیولو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له لوري د « امربالمعروف او نهې عن المنکر» په توشیح شوي قانون کې پر رسنيو د يو شمېر محدوديتونو ترڅنګ په واضیح توګه د موسیقۍ خپرول او نورې سرګرمۍ هم منع شوي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې پر ډېرو رسنیو او فعالانو بندیز لګولی او پر طالبانو نیوکه کوونکي یې هم نیولي او زنداني کړي دي.

نور خبرونه

رادیو