سرچینې: د سولې ولسي حرکت غړی له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په زندان کې دی

۶ ساعتونه مخکې

د هلمند لږترلږه دوو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ومنله، چې د سولې ولسي حرکت غړی او ټولنیز فعال عبدالمالک همدرد له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د هلمند طالب استخباراتو نیولی او دمګرۍ د ګرشک ولسوالۍ په زندان کې بندي دی.

سرچینو د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) زیاته کړې، چې نوموړی د طالبانو د ګرشک ولسوالۍ استخباراتو نیولی، خو له نیول‌کېدو سره یې سم د څېړنو لپاره د لښکرګاه مرکزي زندان ته لېږلی دی.

د سرچینو په خبره، عبدالمالک همدرد له څېړنو وروسته بېرته د طالب استخباراتو اړوند د ګرشک ولسوالۍ زندان ته استول شوی او دمګرۍ په همدغه زندان کې بندي دی.

سرچینو د نوموړي د نیول‌کېدو لامل په ټولنیزو رسنیو کې پر طالبانو نیوکې بللې دي.

د سولې ولسي حرکت یاد ټولنیز فعال ته نږدې یوه بله سرچینه وايي، چې د هغه اقتصادي وضعیت زښت زیات کمزوری دی او د کورنۍ یوازینی سرپرست بلل کېږي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، د هلمند ولایت د طالبانو د ګرشک ولسوالۍ او همداراز د دغه ولایت مرکز لښکرګاه چارواکي د همدرد په تړاو له رسنیو سره خبرې نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د دیني عالم مولوي بشیراحمد حنفي د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل - پښټو ته ویلي، چې نوموړی له مصر نه تر راستنېدو یوه ورځ وروسته د طالبانو استخباراتو نیولی دی.

د سرچینې په خبره، هغه له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو په زندان کې دی.

ویل کېږي، چې بشیراحمد حنفي له بې‌بې‌سي سره تر یوې مرکې وروسته د طالبانو استخباراتو بندي کړی، خو د کورنۍ غړي یې بیا وایي چې تر اوسه د هغه د نیول‌کېدو په تړاو معلومات نه‌لري.

په داسې حال کې چې نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو ګڼ بنسټونو په وار-وار له طالبانو غوښتي چې د خلکو نیول ودروي، خو یادې ډلې دا هرڅه له پامه غورځولي او د ټولنیزو فعالانو، خبریالانو او ان عام هېوادوالو نیولو ته یې دوام ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو