د کېنیا حکومت ظاهر قدیر امریکا ته سپاري

۶ ساعتونه مخکې

د افغانستان مخکني جمهوري حکومت پرمهال د ولسي جرګې د پخواني مرستیال عبدالظاهر قدیر کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د کېنیا حکومت امریکا ته د هغه د ور سپارلو پرېکړه کړې.

د نوموړي وراره جلال قدیر ویلي، د کېنیا یوې محکمې نن پرېکړه کړې، چې هغه به امریکا ته وسپاري.
که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د نوموړي له کورنۍ رسره ژمنه کړې وه، چې د ظاهر قدیر قضیه به په جدي توګه وڅاري او امیرخان متقي ویلي و، چې د خپل «توان تر بریده» به په دې برخه کې لازم ګامونه واخلي؛ خو ښاغلي جلال قدیر یو وار بیا د طالبانو له بهرنیو چارو وزارته غوښتي، چې د هغه د خلاصون لپاره لاس په کار شي.
ظاهر قدیر (د وري په ۲۹مه) د کېنیا په نایروبي کې د امریکا په امر د «نشه‌یي توکو د قاچاق» او ناقانونه وسلو لرلو په تور ونیول شو.
د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د نشه‌یي توکو ضد څانګې د پلټنو افسر جان وافولا محکمې ته ویلي و، چې د امریکا د نشه‌يي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د ظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت کړی او د کینیا حکومت ته یې یو ډېپلوماتیک یادښت استولی، چې د قدیر د تسلیمۍ غوښتنه په‌کې شوې ده.
له بل پلوه د ښاغلي ظاهر قدیر وکیل ویلي، چې له محکمې به د دوو اونیو لپاره امریکا ته د هغه د سپارلو لړۍ ځنډولو غوښتنه وکړي.

نور خبرونه

رادیو