د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې سبا چهارشنبه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو لوړپوړی پلاوی د کازان په ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کوي.
په دغه پلاوي کې د طالبانو صنعت او سوداګرۍ او ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیران هم شامل دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خپل اېکس لیکلي، چې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د کازان ۱۶م اقتصادي فورم کې ددې ډلې د ګډون کوونکي پلاوي مشورتي ناسته کې د سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو د پلاوي له غړو سره لازم معلومات شریک کړل او د ملا عبدالغني برادر له لوري ورته لازمې سپارښتنې وشوې.
له دې وړاندې د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي و، چې یاد فورم ترڅنګ به دا پلاوی له روسي چارواکو سره هم جلا جلا ناستې ولري او د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه به هم خبرې وکړي.
کازان اقتصادي فورم به د می میاشتې له ۱۴مې نېټې تر ۱۶مې دوام ولري او په دې نړیواله غونډه کې د ۷۸ هېوادونو شاوخوا ۲۰ زره استازي برخه اخلي.
د می پر ۱۵مه به د فورم رسمي پرانیسته ترسره شي، چې پکې د روسیې مرستیال لومړی وزیر الکسي اوورچوک به د روسیې ـ افغانستان د سوداګرۍ ځانګړي فورم مشري هم وکړي.
دغه راز د می پر ۱۶مه عمومي غونډه کې به د «ډیجیټل تحول» موضوع تر بحث لاندې ونیول شي او همداراز د «ستراتېژیک لید ډلې» ناسته به د «روسیه - اسلامي نړۍ» تر سرلیک لاندې مهم بحثونه ولري.
د نورو فرهنګي پروګرامونو ترڅنګ معتدل یا «د حیا» پر بنسټ فېشن نندارتون هم په دغه فورم کې ښودل کیږي.
د روسیې لهخوا د طالبانو پر فعالیتونو د شاوخوا ۲۰ کلن بندیز لرې کول، د منځنۍ اسیا هېوادونو او مسکو لپاره له دې ډلې سره د اړیکو تودولو دروازې پرانیستې دي.