طالبان د رسمي راپورونو او نړۍوالو سرچینو د شمېرو پر بنسټ وایي، چې یوازې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې څه باندې یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د کډوالو لهپاره د ۳۵ ښارګوټو طرحې جوړې شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت الله د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون رامنځته کړ.
دغه کمېسیون دا دنده لري، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د پراخ راستنیدو په صورت کې د هغوی د استوګنې، ژوند ژواک، لومړنیو خدمتونو او نورو ټولنیزو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
د طالبانو کور او ښار جوړولو وزارت د معلومات له مخې، د هېواد ۲۵ ولایتونو کې د کډوالو د ۳۵ ښارګوټو طرحې جوړې شوي او په ځینو ولایتونو کې د مستحقو کسانو لهپاره د نمرو وېش هم پیل شوی دی.
طالبان وايي چې دا ښارګوټي په داسې توګه ډیزاین شوي، چې کډوالې کورنۍ پکې په لنډ مهاله او یا دایمي توګه په ډاډ سره ژوند کولی شي.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د مسوولینو په وینا، تر دې دمه په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه ننګرهار، خوست، کندهار، نیمروز، هرات، فاریاب، پکتیا او غزني کې ګڼ شمېر ښارګوټي د جوړېدو په درشل کې دي.
له پاکستان او ایران څخه هره ورځ لسګونه افغان کډوال په جبر بېرته هېواد ته استول کېږي، چې طالبانو د سرحدي سیمو په اوږدو کې ورته لنډمهاله کمپونه جوړ کړي دي.