یوې افغانې مېرمنې، چې له خپلې ۱۳ کسیزې کورنۍ سره یوځای په پاکستان کې په بې برخلیکتوب کې ژوند کوي، د جرمني پر حکومت د خپلې منل شوې ژمنې د پلیتابه لپاره د برلین اداري محکمې ته عریضه کړې ده.
دغه مېرمن، چې د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې یې د افغانستان پخواني حکومت لپاره کار کاوه او څو ځله یې د څېړنیزو سفرونو لپاره جرمني ته سفر کړی، وايي چې برلین د منلو رسمي ژمنه ور کړې، خو له ۱۶ میاشتو راهیسې لا هم ویزه نه ده ورکړل شوې.
د جرمني د اې ار ډي تلویزیوني شبکې د رپوټ له مخې، نوموړې مېرمن او د هغې کورنۍ، چې کوچني ماشومان هم پکې شامل دي، د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کې د امنیتي مرکې له پړاوه تېر شوي او د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې ورته ویل شوي چې د دوی ویزې چمتو دي. خو له هغې را وروسته، نه یواځې دا چې ټاکل شوی سفر یې وځنډېد، بلکې هغوی ته یو ځل بیا له سره د امنیتي مرکې بلنه ورکړل شوې.
دوی ادعا کوي چې اوس یې پاکستانۍ ویزې پای ته رسېدلې، تمدید کیږي نه او د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دي.
یاده مېرمن، چې لیکواله او څېړونکې هم ده، وایي، « ما څلور ځله د تمدید غوښتنه کړې، فیسونه مې ور کړي، خو بیا هم موږ ته ویزې نه دي راکړل شوې، نه ماته، نه هم زما کورنۍ ته.»
د ژمنو پای ته رسېدل؟
له هغې ورځې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک تر لاسه کړی، جرمني د بېلابېلو بشري او ځانګړو پروګرامونو له لارې شاوخوا ۳۶ زره افغانان منلي دي. خو اوسنی ایتلافي حکومت پلان لري چې نور د منلو فدرالي پروګرامونه پای ته ورسوي او نویو ژمنو ته د پای ټکی کېږدي.
د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر۱۶ مه، یوې چارټر الوتکې له پاکستان نه۱۳۸ افغانان جرمني ته ولېږدول، خو د امنیتي اندېښنو له امله، ۲۰ نورو کسانو ته په وروستیو شیبو کې د سفر اجازه ورنه کړل شوه.
په همدې حال کې، نږدې درې زره افغانان چې منل شوې ژمنې لري، لا هم په پاکستان کې منتظر دي.
کارپوهان وایي، چې که د برلین محکمه د دغې افغانې کورنۍ په ګټه پرېکړه وکړي، نو دا به یو حقوقي ساری واوسي او د جرمني حکومت به مجبور شي چې خپلې ژمنې عملي کړي.