Office of The Director Of Public Prosecutions

ظاهر قدیر وايي د امریکا له «ایډیالوژیکي تحمیل» سره د مخالفت له امله نیول شوی

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان په مخکیني جمهوري نظام کې د ولسي جرګې مرستیال عبدالظاهر قدیر د نایروبي محکمې ته ویلي، چې امریکا ته د هغه د استرداد غوښتنه «سیاسي بڼه» لري او د هغه د هغو اوږدمهاله مخالفتونو پایله ده چې د واشنګټن د «ایډیالوژیکي تحمیل» پر ضد یې کړي.

د کینایي رسنیو د رپوټ له مخې، ظاهر قدیر محکمې ته په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې کینیا ته د سوداګرۍ لپاره راغلی و.

ظاهر قدیر ویلي، چې د افغانستان د ملي یووالي جبهې د غړي او پخواني مرستیال ولسمشر حاجي عبدالقدیر زوی دی او د سولې کاروان مدني حرکت مشري یې کړې ده.

نوموړي د خپل وکیل له لارې له محکمې وغوښتل چې د افغانستان او امریکا ترمنځ تاریخي ترینګلتیا ته پاملرنه وکړي.

د ظاهر قدیر وکیل محکمې ته وویل: « دا قضیه د دواړو هېوادونو ترمنځ د جیوپولیتیکي کشمکش انځور دی. کینیا یوازې د دې پراخې جګړې له ډګرونو څخه یو غوره شوی او که موضوع په احتیاط ونه څېړل شي، ښايي کینیا په دې شخړه کې ښکیله شي». خو محکمې د نوموړي غوښتنه رد کړې ده.

د عبدالظاهر قدیر وکیل له محکمې غوښتي، چې د حکم د تطبیق موقتي ځنډ منظور کړي چې د استیناف لپاره وخت ولري. خو قاضي دا غوښتنه هم رد کړه او ویې ویل چې استیناف له ځنډ پرته هم ممکن دی.

د نایروبي محکمې پرېکړه کړې، چې نوموړی د مخدره توکو د قاچاق او د غیر قانوني وسلو د لرلو په تور په متحده ایالاتو کې مطلوب دی، باید امریکا ته وسپارل شي.

د میلیماني عالي جزایي قاضي بنمارک اېکهوبي په مشرۍ دا حکم وايي، چې د قدیر د استرداد غوښتنه مشروع ده او د وړاندې شویو شواهدو له مخې د استرداد شرایط پوره شوي دي.

د نایروبي د عامه دعوو مشر څارنوال ویکتور جوما اوويتي محکمې ته وویل چې تورونه د نشه‌یي توکو قاچاق او غیرقانوني وسلو درلودل دي او دا د استرداد لپاره مشروع بنسټ برابروي.

د محکمې قاضي وروسته وویل: « زما په اند، اړتیا وړ شواهد وړاندې شوي دي. زه دا غوښتنه موجه ګڼم، نو د نیولو حکم تاییدوم او حکم ورکوم چې تورن باید امریکا ته وسپارل شي چې هلته د تورونو ځواب ووايي».

ظاهر قدیر له قطر نه کینیا ته د سفر پرمهال د اپریل پر۱۴مه په نایروبي کې له سفاري پارک هوټل نه ونیول شو.

د متحده ایالاتو د نیویارک د جنوبي ولسوالۍ فدرالي محکمې د مارچ پر۲۵مه نېټه د قدیر د نیولو حکم صادر کړی و.

هغه د مخدره موادو د قاچاق، د درنو وسلو ساتلو د توطیې په تور تورن دی.

نور خبرونه

رادیو