طالبانو په بلخ کې ۷۱۰ پولیس له نظامي زده کړو فارغ کړل

۹ ساعتونه مخکې

طالبان وايي، په بلخ ولایت کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۷۱۰ سرتېري نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې له مسلکي زده کړوفارغ شوي.

د یادې ډلې په وینا، په دې دوره کې ۷۱۰ سرتېري له دريو مياشتو نظامي او فکري زده کړو فارغ شول، چې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې به په دندو وګمارل شي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتی اژانس د رپوټ له مخې نن سې شنبه، د غويي ۲۳مه، په بلخ کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۷۱۰ پولیسو د فراغت غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندان پاسوال قاري روح الله عبیده پیلوټ له فارغو شویو پولیسو غوښتنه وکړه، چې «طالبان بايد د نظامي رتبو لپاره نه بلکې د تقوا او غوره کارنامو لپاره او د اسلامي تاریخ د رنګین ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي».

د بلخ ولایت د طالبانو د تعلیماتو مرکز قوماندان محمد صابر الفت په یادو مراسمو کې د طالبانو مسلکي کول خپل کاري لومړیتوب وباله او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به خپلې هڅې ونه سپموي.

طالبان په دې وروستیو کې د اقتصادي ستونزو له امله د امنیتي ارګانونو په لیکو کې د شل فیصده تنقیص د تطبیق په درشل کې دي خو دې مسالې ددې ډلې غړو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

نور خبرونه

رادیو