د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، چې پوهنتونو کې د خیالي محصلینو مخه نیول شوې ده.
د ندا محمد ندیم په مشرۍ د دغه وزارت رهبرۍ شورا ناسته کې مسوولینو ته سپارښتنه شوې، چې له بیت المال څخه سمه استفاده او له غفلت څخه ډډه شوې وي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سې شنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په مشرۍ د دغه وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوې.
ندا محمد ندیم په دې ناسته کې وویل:«په تېرو څو کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ مثبت او تاریخي بدلونونه راغلی دي، کیفیت ته پاملرنه زیاته شوې او په پوهنتونونو کې د خیالي محصلینو مخنیوی شوی دی.»
ندا محمد ندیم همداراز د دې وزارت له بېلابېلو مسولینو او د شورا له غړو غوښتنه وکړه، چې خپلې کړنې د اسلامي ارزښتونو سره سمې کړي او اسلامي نظام ته د خپلې ژمنتیا روحیه لا پیاوړې وساتي، څو له بیت المال څخه سمه استفاده او له غفلت څخه ډډه شوې وي.
د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې د دولتي پوهنتونونو له لوري د خصوصي لوړو زدهکړو بنسټونو د څارنې لارښود، د طالبانو د تحصیلي نهادونو د فوق لیسانس پروګامونو د ازموینې لارښود، د تحصیلي بنسټونو د تدریس کیفیت لوړولو طرحه، لیسانس برنامو کې د تحصیلي دورې د مودې ټاکنه او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په تړاو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د راپورونو له مخې د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو راهیسې، دغه ډلې د ښوونځیو او پوهنتونونو پر ځای دیني مدرسو ته زیات تمرکز کړی دی او د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو له امله اوس د ځوانانو لېوالتیا د عصري زده کړو پر وړاندې راکمه شوې ده.
د طالبانو د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې تېرو درېیو کالو کې شاوخوا ۲۳ زره مدرسې جوړې شوي دي.