امریکا ته د زرګونو افغانانو د تګ اوږد انتظار؛ متحده‌ایالاتو ۵۹ «سپین‌پوستو» ته پناه‌ ورکړه

۲ ساعتونه مخکې

په داسې حال کې چې د پاکستان په ګډون په درېیمو هېوادونو کې د متحده‌ایالتونو زرګونه افغان همکاران دغه هېواد ته د تګ په تمه دي، امریکا په دې وروستیو کې ۵۹ «سپین‌پوستو افریقایانو» ته د «نژادي تبعیض د قربانیانو په توګه» پناه ورکړې ده.

د امریکا ولسمشر د روان کال په فبرورۍ میاشت کې پرته له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، د سوېلي افریقا دغې ځانګړې ډلې خلکو ته د لومړیتوب ورکولو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ادعا کړې وه، چې «سپین‌پوستي افریقایان» له «نسل‌وژنې» سره مخ دي.

هماغه وخت، د سوېلي افريقا حکومت ټینګار کړی و چې په دغه هېواد کې د «سپین‌پوستو د سېستماتیکې ځورونې په تړاو هېڅ ډول شواهد نشته او د اېلان ماسک په ګډون یې د ټولو خواوو دا ادعاوې په کلکه رد کړې وې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د متحده‌ایالاتونو ادارې دا اقدام په امریکا دننه او بهر کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

یو شمېر امریکايي سیاست‌والو او بنسټونو د ټرمپ دا اقدام «یوې ځانګړې ډلې» ته ترجیح ورکول بللي دي.

په متحده‌ایالاتو کې د اسقفي کلیسا د دې ځانګړې ډلې د مېشتېدو په برخه کې له همکارۍ غوښتنې وروسته پرېکړه کړې، چې نور د کډوالو په موضوع کې د امریکا له فدرالي ادارې سره همکاري نه‌کوي.

شان روو د کلیسا پیروانو ته په یوه لیک کې ویلي دي: «دا ډېره دردونکې ده چې د پناه‌غوښتونکو یوې ځانګړې ډلې ته په غېرمعمولي ډول ترجیح ورکول کېږي، په داسې حال کې چې ډېری نور په سختو شرایطو کې کلونه کلونه انتظار باسي.»

ورته مهال، د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې لوړپوړې ډېموکراټې سناتورې جېن شاهین دا اقدام «سیاسي» او «مغشوشونکی» بللی او په وینا یې، دا «پرېکړه د تاریخ د بیا لیکلو او په لېست کې یوې ځانګړې ډلې ته د لومړیتوب ورکولو» هڅه ده.

دا پرېکړه داسې مهال له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې، چې د پاکستان په ګډون په درېیمو هېوادونو کې د امریکا کېس لرونکي زرګونه افغانان په یوه ناڅرګند وضعیت کې را ایسار دي.

د پاکستاني پولیسو له‌خوا ځورول، شکنجه، پیسې‌شکول او ان له دغه هېواده افغانستان ته په جبري ډول لېږل، هغه ننګونې دي چې افغان کډوال ورسره لاس او ګرېوان دي.

د راپورونو پر بنسټ، شاوخوا ۱۱۰ افغانان چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته په افغانستان کې پاتې دي، د وېزو د ترلاسه‌کولو او یا خوندي هېواد ته د لېږدولو په تمه دي.

همدا ډول شاوخوا ۹۰ زره نور افغانان په درېیمو هېوادونو کې انتظار کوي، چې نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.

نور خبرونه

رادیو