شهاب الدین دلاور نورګل ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له زلزله‌‌ځپلو کورنیو سره ولېدل

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې مشر مولوي شهاب‌الدین دلاور ویلي، چې د کونړ د وروستۍ زلزلې له اغېزمنو کورنیو سره به هېڅ ډول مرسته ونه ځنډول شي او د سرې میاشتې ټولې سرچینې به د دوی ملاتړ ته ځانګړې شي.

د سرې میاشتې ټولنې په خبرپاڼه کې چې پر اېکس یې خپره کړې راغلي، شهاب الدین دلاور تېره ورځ د نورګل ولسوالۍ هغو دوو موقتي کمپونو ته ورغی چې د زلزلې له امله بې‌کوره شویو کورنیو لپاره جوړ شوي دي، او هلته یې د زیانمنو کورنیو وضعیت له نږدې ولید.

خبرپاڼه زیاتوي چې، د سرې میاشتې مشر د کمپونو مسولینو ته لارښوونه وکړه چې د زلزله‌ځپلو کورنیو اړتیاوو ته باید په بېړه او موثر ډول رسېدنه وشي.

شهاب‌الدین دلاور وویل: «سره میاشت د خلکو د خدمت یوه بشردوستانه اداره ده، موږ به د شتمنې ټولې سرچینې د هغو کورنیو ملاتړ ته ځانګړې کړو چې د وروستۍ زلزلې په پایله کې یې خپل عزیزان او کورونه له لاسه ورکړي دي او هېڅ ډول مرسته به ترې ونه ځنډول شي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «سره میاشت به د خپل بشري ماموریت، ژمنتیا او صداقت له مخې عمل وکړي او تر هغې به له اغېزمنو کورنیو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو د هغوی ژوند بېرته عادي حالت ته ستنیږي.»

د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه، کونړ او څو نور ختېز ولایتونه زورورې زلزلې ولړزول چې په پایله کې یې زرګونه کسان مړه او ټپیان شول او زرګونه کورنۍ د کورونو د ویجاړیدو له امله بې‌کوره شوې.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، ددغه زلزلې له امله رزګونه ودانۍ ویجاړې شوې او تر ۲۳ زره ډېر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو