د تېر جمهوري نظام پر مهال د خوست پخواني والي محمد حلیم فدایي ویلي، چې په افغانستان کې روان بحران او هغه بدې ورځې چې ممکن راتلونکې کې راشي، د طالبانو د ناسمو سیاستونو مستقیمه پایله ده.
فدایي د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي: «پرون د طالبانو د غلطو سیاستونو په نتیجه کې ناټو افغانستان ته راغله، د دوی شل کلنې جګړې د ناټو موقتي حضور اوږد کړ، جګړه یې پاکستان ته وغځوله او اوسنی سیاست به یو ځل بیا د بهرنیانو د مداخلې زمینه برابره کړي.»
هغه زیاته کړې، د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د دوی د اسلامي نظام «جوهر او ماهیت» خلکو ته څرګند شوی دی.
د نوموړي په وینا: «شاید مطلق اکثریت افغانان د طالبانو له واک څخه د خلاصون لپاره حتا مشروط او قانونمند ملاتړ ته هم تیار شي.»
فدایي د حل یوازینۍ لاره د ټولو افغان لورو ترمنځ بینالافغاني مذاکرات بللي او ټینګار یې کړی چې طالبان باید له ولس سره د مسوولانه تعامل لاره خپله کړي.
نوموړي ویلي: «افغانستان یوازې هغه وخت له اوسني کړکېچ او خطره وتلای شي، چې د ولس په خوښه او ګډون یو داسې سیاسي نظام جوړ شي، چې هم ملي مشروعیت ولري، هم نړیوال رسمیت او هم د ټولنې د حقه حقونو ساتندوې او خادم وي.»
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل له نیولو وروسته بیا واک ترلاسه کړ، خو له روسیې پرته د نړۍ هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیزو حقونو د پراخو محدودیتونو له امله طالبان د کور دننه له نیوکو او د نړیوالې ټولنې له فشارونو سره مخ دي او تازه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش په افغانستان کې روان وضعیت «احمقانه» بللی دی.