د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې په افغانستان کې د لوږې کړکېچ ورځ تر بلې ژورېږي او دغه هېواد کې نږدې پنځه میلیونه مېندې او ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مرستیالې رانیا داګاش ویلي، چې د کړکېچونو پرله پسې لړۍ میلیونونه افغانان د نابودۍ تر پولو رسولي دي.
یاد پروګرام مخکې خبرداری ورکړی و چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ کچه تر ټولو لوړې اندازې ته ورسېږي او له ۴،۷ میلیونو ډېر ماشومان او ښځې به بېړنۍ درملنې ته اړتیا پیدا کړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم له خوارځواکۍ سره مخ دی.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان روغتیايي سیستم نړېدلی او سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي او په ورته وخت کې د امریکا د مرستو کمښت او طبیعي پېښې د یادو ستونزو د لا زیاتېدو لامل شوی.
تازه د متخصصینو یوې ۵۰کسیزې ډلې ویلي چې د لوږې او خوارځواکۍ له امله د رامنځته شوې شکرې ناروغۍ بڼه باید په رسمي ډول وپېژندل شي، ځکه ښایي شاوخوا ۲۵ میلیونه کسان پرې اخته وي.
د ناروغۍ دغه لږ پېژندل شوې بڼه چې «د شکرۍ ۵ ډول» بلل کېږي، زیاتره د هغو تنکیو ځوانانو او ځوانانو ترمنځ لیدل کېږي چې وزن یې کم وي یا یې په ماشومتوب کې سخته لوږه لیدلې وي.
دغه متخصصین وایي چې د پنځم ډول شکرې له نورو ډولونو سره ګډېدل مرګونې پایلې لرلای شي.
د سویډن د لونډ پوهنتون د اندوکراینولوژۍ پروفیسور او د "لانسیټ" په معتبر ژورنال کې د خپرې شوې مقالې شریک لیکوال ډاکټر الان واګ ټینګار کوي چې دا ناروغي باید جدي وپېژندل شي.
دا چې په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان او مېندې له خوارځواکی سره مخ دي، اندېښنه شته چې د شکرې ناروغۍ پنځم ډول دې دوی کې خپور وي.