د چین د بهرنییو چارو وزارت ویاند د بګرام هوايي اډې د بیا نیولو په تړاو د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې بیجینګ د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت درناوی کوي. د بګرام هوايي اډې د کارونې یا بیا نیولو پرېکړه یوازې د افغانانو حق دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان نن جمعه د یوه خبري کنفرانس پر مهال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه څرګندونو په غبرګون کې چې بېرته به د بګرام هوايي اډه ونیسي وویل:«د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په لاس کې وي.»
لین جیان غوښتنه کړي، چې د سیالۍ پر ځای باید د سیمې د ثبات لپاره رغنده رول ولوبول شي.
نوموړي ویلي، چې چین غواړي په ګاونډیو سیمو کې ثبات ټینګ شي، ځکه دا کار د چین د امنیت او اقتصادي ګټو لپاره خورا مهم دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د بګرام هوايي اډې په اړه د دغه هېواد دریځ روښانه دی او د بګرام هوايي اډې په اړه پرېکړه یوازې د کابل د چارواکو واک دی او باید د پوځي سیالیو پر ځای د ډیپلوماسۍ او ثبات پر لور ګامونه پورته شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا وویل، چې متحده ایالات غواړي د افغانستان بګرام هوایي اډه بېرته ترلاسه کړي. ټرمپ زیاته کړه چې ولسمشر جو بایډن د وتلو پر مهال دغه اډه پرېښوده. نوموړي دا"ستره تېروتنه" وبلله.
ټرمپ وویل، بګرام اډه د چین د اتومي وسلو د تولید له ځایه نږدې یو ساعته واټن لري، نو ځکه ډېره مهمه ده.
هغه زیاته کړه: «موږ دا اډه د هېڅ شي په بدل کې ورکړه او اوس هڅه کوو چې بېرته یې ترلاسه کړو.»