بګرام هوايي اډه د شاوخوا شل کلونو لپاره د امریکا او ناټو ځواکونو تر ټولو ستره نظامي پایګاه وه. دغه ځای یوازې د یوې پوځي اډې حیثیت نه درلود، بلکې د امریکا د ستراتیژیکو محاسبو د محراق حیثیت یې درلود.

له دې ځایه د نړۍ تر ټولو سترو پوځونو د افغانستان او پاکستان جګړه اداره کوله، په ګاونډیانو یې نظر ساته او متحده ایالاتو دا اډه نړۍوال تروریزم پر وړاندې د خپلو عملیاتو مرکز باله. اوس چې د امریکا پوځ له دې ځایه وتلی، پوښتنه دا ده، چې ولې بګرام دومره مهم و/دی؟

دا اډه د چین لپاره څه اهمیت لري؟ او ایا امکان شته چې امریکا دا اډه تر لاسه کړي؟

ولې بګرام د امریکا لپاره مهم دی؟

بګرام د افغانستان د جغرافیې په زړه کې واقع دی. له دې ځایه امریکا کولای شوه د څلورو مهمو هېوادونو – ایران، پاکستان، چین او روسیې – پر تحرکاتو مستقیمه څارنه وکړي. د امریکا پخواني دفاع وزیر رابرټ ګیټس په یوې مرکې کې ویلي وو:

"په داسې نړۍ کې چې لوی قدرتونه بیا سر راپورته کوي، افغانستان او په ځانګړي ډول بګرام، د امریکا لپاره د ستراتیژیک لید برج و."

یوه بېلګه یې د ایران د اټومي پروګرام څارنه وه. امریکایي څارګرو له بګرامه کار اخیسته، څو د ایران د بالستیک توغندیو ازموینې تعقیب کړي. همدارنګه د پاکستان د قبایلي سیمو د جهادي ډلو د خوځښتونو ثبت او شننه هم له همدې ځایه کېده.

دویمه مساله د تروریزم پر وړاندې جګړه وه، بګرام د امریکا د هوایي بریدونو د اصلي مرکز په توګه پیژندل کېده. بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونز)، د ځانګړو ځواکونو عملیات او د القاعده د مشرتابه پر ضد حملې ټول له همدې ځای څخه همغږې کېدلې. د ۲۰۱۱ کال د می میاشتې هغه برید چې اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو، د بګرام د لوجستیکي ملاتړ او استخباراتي همغږۍ پرته ممکن نه و.

د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په وینا:

"موږ په افغانستان کې یوازې د یوه هېواد نه، بلکې د ټولې نړۍ د امنیت لپاره جګړه کوو او بګرام زموږ د دې جګړې د زړه په څېر دی."

درېیمه مساله دا وه چې بګرام یوازې یوه هوايي اډه نه وه، بلکې د امریکا د سی ای اې د پټو عملیاتو او پلټنو مرکز هم و. دلته د بندیانو لپاره زندان هم جوړ شوی و، چې وروسته د بشري حقونو د سازمانونو لخوا پرې سختې نیوکې وشوې. خو له دې سره سره، د امریکا لپاره دا ځای د سیمې د ټولو سیاسي بدلونونو د څار ستره نقطه پاتې وه.

د امریکا له وتلو وروسته دا اډه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده

بګرام د چین لپاره څه اهمیت لري؟

چین له اوږدې مودې د سینکیانګ ایالت په مسلمانانو کې د افراطي ډلو د نفوذ له امله اندېښنه لري. بګرام له سینکیانګ سره یوازې څو سوه کیلومتره واټن لري. د امریکا حضور دلته د چین لپاره داسې ګڼل کېده لکه د یو دایمي څارګر د سترګو لاندې اوسېدل.

د چین د پخواني ولسمشر هو جنتاو له چینايي تلویزون سره په مرکه کې ویلي وو:

"هره پوځي اډه چې زموږ له پولو سره نږدې جوړه شي، د چین د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي."

پس دا اډه د چین د ملي امنیت لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېده.

همدا راز چین هڅه کوي د "یو کمربند، یو لار" سترې اقتصادي پروژې (Belt and Road Initiative) له لارې منځنۍ اسیا، پاکستان او منځنی ختیځ سره ونښلوي. افغانستان د دې لارې طبیعي څلورلارې ده. که بګرام د امریکا تر لاس لاندې پاتې شوی وی؛ نو چین به وېره لرله چې امریکا یې د دې سترې اقتصادي لارې د خوندي کولو توان له منځه یوسي.

اوس چې امریکا وتلې، چین هڅه کوي له طالبانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ۲۰۲۱ کال په سفر کې په ښکاره وویل:

"افغانستان باید د سیمې د ناامنۍ د سرچینې پر ځای د اقتصادي همکارۍ پر مرکز بدل شي."

دا څرګندونه ښيي چې چین غواړي د امریکا له وتلو وروسته بګرام او ټول افغانستان د اقتصادي نفوذ لپاره یو فرصت وګڼي، نه یو ګواښ.

ایا د امریکا له خوا د بګرام د تر لاسه کولو امکان شته؟

که له افغانستانه یو ځل بیا نړۍوال تروریزم د امریکا پر ضد ګواښ شي، امکان شته چې امریکا د طالبانو یا د سیمې د نورو لوبغاړو سره خبرې وکړي څو بګرام د محدودو عملیاتو لپاره وکاروي. د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن په وینا:

"موږ د افغانستان جګړه پای ته رسولې، خو که زموږ د امنیت پر ضد کوم ګواښ راپورته شي، موږ به د اړتیا وړ ګامونه واخلو."

په اوسني وخت کې د امریکا او چین ترمنځ ستراتیژیکه سیالي شدیده شوې ده. د دې سیالۍ یوه جیوپولیټیکي نقطه هم افغانستان ګڼل کېږي. که اړتیا پېښه شي، امریکا ښايي هڅه وکړي د بګرام د بیا کارونې لپاره د یوې نوې ستراتیژۍ په لټه کې شي، که څه هم ښکاره نظامي حضور ستونزمن ښکاري.

یو باور دا هم دی چې امریکا ښايي د قراردادي ځواکونو، استخباراتي همکارانو یا د سیمه‌ییزو تړونونو له لارې په بګرام کې خپل اغېز وساتي. ښکاره حضور یې ډېر کم احتمال لري، خو پټه همکاري بیا تل شونې ده.

بګرام یوازې یوه هوايي اډه نه ده، بلکې د نړۍوال سیاست یوه مهمه نقطه ده. د امریکا لپاره دا د تروریزم ضد جګړې زړه و، د چین لپاره د ستراتیژیکې اندېښنې سرچینه ده او د طالبانو لپاره د "بریا" سمبول دی، د دوی په باور چې امریکا یې له دې ځایه وتلو ته اړ کړه. د نړۍ جیوپولټیک بدلونونه ښيي چې بګرام لا هم د سیالیو په محاسبو کې ځای لري او کېدای شي یو ځل بیا د راتلونکي ستراتیژیکو لوبو مهم ټکی شي.

نور خبرونه

رادیو