د افغاني سرې میاشتې ټولنه: نږدې ۶ زره رواني ناروغان تر درملنې لاندې دي

۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور وایي، چې اوس مهال د رواني روغتیا د ناروغانو د درملنې په شپږو مرکزونو کې، پنځه زره ۹۱۰ ناروغان تر درملنې لاندې دي.

شهاب الدین دلاور زیاتوي چې روغتیایي خدمات او لومړنۍ اړتیاوې په وړیا ډول ترسره کیږي.

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې‬⁩ نن دوشنبه، د غويي ۲۲مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ⁧‫کابل‬⁩ رواني ناروغانو د درملنې او پالنې له مرکز څخه ۱۸ نارینه او ۱۷ ښځينه رواني ناروغان تر بشپړې درملنې او رغېدو وروسته خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

ددې مراسمو پرمهال د طالبانو د افغاني سرې میاشتې رییس ‏ شهاب الدین دلاور په خپلو څرګندونو کې په یاده ناروغۍ د اخته کېدو اصلي لامل تېرې پرله پسې ناخوالې او ورځنۍ ستونزې یادې کړې.

په غونډه کې په افغانستان کې د سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون سرپرست مسوول په کندهار ولایت کې د ښځينه رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د روغتیايي خدماتو په موخه د نړیوال فدراسیون د اسیا پاسفيک سیمه یيز مسوول له خپلې بودجې څخه د ۱۰۰ زره سویسي فرانکو د ځانګړي کولو ژمنه کړې او دې برخه کې یې د لا ډيرو مرستو چمتو کولو ډاډ ور کړی دی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رواني روغتیا د مرکزونو مسوول عبدالولي اتمانزی وایي، چې د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې ۱۹۹ هغه ناروغان چې په رواني ناروغۍ اخته وو، له درملنې وروسته بیاځلې له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي چې اوسمهال د کابل، کندهار، ننګرهار، کندوز، بلخ او هرات ولایتونو په رواني مرکزونو کې ۹۷۰ تنه ناروغان بستر دي او څلور زره او ۷۴۱ تنه نور له بستر څخه د باندې تر وړیا درملنې او مراقبت لاندې دي.

نور خبرونه

رادیو