طالبان: اقلیمي بدلون په افغانستان کې د ماشومانو ژوند، روغتیا او زده‌کړې له خطر سره مخ کوي

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع‌الحق خالص په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونېسف) له استازي تاج‌الدین اویوواله سره کتلي دي.

مطیع الله خالص وايي، چې اقلیمي بدلون په افغانستان کې د ماشومانو ژوند، روغتیا او زده کړې له خطر مخ کوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له قوله لیکلي چې په دې کتنه کې خالص ویلي دي: «افغانستان د اقلیمي بدلون له جدي پایلو سره مخ دی او د وچکالۍ دوام، بې وخته سېلابونه، د طبیعي منابعو تخریب او د هوا ککړتیا نه یوازې د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو لامل کېږي بلکې د ماشومانو ژوند، روغتیا او زده‌کړې هم له خطر سره مخ کوي.»

هغه د ملګرو ملتونو سازمان د اقلیم بدلون د کنوانسیون سکرتریت ته په ملي کچه د افغانستان د ټاکل شوې ونډې (ان‌ډي‌سي -۲) سند په چمتو کولو کې د «یونېسف» د تخنیکي همکارۍ مننه کړې او د «کاپ – ۳۰» اقلیمي کنفرانس لپاره د لار نقشې جوړولو، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو، د اوږدمهالو او لنډمهالو کورسونو د تنظیم او د هوا او اوبو د فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي خواصو د تحلیل په برخه کې یې د یادې ادارې د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د «یونېسف» استازي هم د ماشومانو پر رواني، فزیکي او ټولنیز وضعیت او د اقلیمي بدلون پر ناوړو اغېزو خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې ماشومان د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو له امله له خپلو کورونو بې‌ځایه کېږي، ښوونځي پرېږدي او د خوارځواکۍ، ناروغیو او بې‌وزلۍ له ګواښونو سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو