یوه جګپوړي بریتانیايي جنرال بریتانیا ته د افغان شاهدانو د تګ مخه نیولې

۲۷ دقيقې مخکې

یو لوړپوړی بریتانیایی جنرال، چې په افغانستان کې یې د ځانګړو ځواکونو مشري کوله، تورن شوی چې د یادو ځواکونو د جنګي جرمونو د افشا کېدو د مخنیوي لپاره یې د افغان ځانګړو ځواکونو د سرتېرو سلګونه پناه غوښتنلیکونه رد کړي، څو دا احتمالي شاهدان برېتانیا ته لاړ نه شي.

جنرال سر ګوین جنکینز، چې اوس د بریټانیا د دفاع وزیر ستراتیژیک سلاکار دی، له هغه راهیسې له سختو نیوکو سره مخ دی، چې څرګنده شوې هغه دبریټانیا د ځانګړو ځواکونوله خوا د مشکوکو وژنو راپور نه و ورکړی او وروسته یې هغه افسر ته د پنا غوښتنو د ارزونې دنده وسپارله، چې پخپله هم د افغانستان په ماموریت کې ښکېل و.

د بي بي سي له څېړنو سره سم، د زرګونو افغان سرتیرو، په تېره د "ټریپلز" په نوم ځانګړو ځواکونو د پناه غوښتنلیکونه، چې له بریټانیايي ځانګړو ځواکونو سره یې اوږه په اوږه جګړه کړې، رد شوي.

سرچینې وایي، ځینې دغه افغان سرتیري وروسته د طالبانو له‌خوا شکنجه او وژل شوي دي.

د بیځایه شویو افغانانو د مرستو پروګرام کارکوونکو د پروسې د اعتبار پر وړاندې شک څرګند کړی، او اسناد ښيي، چې بریتانیايي ځانګړو ځواکونو ته د "ویټو" حق ورکړل شوی و، څو د غوښتنلیکونو پایله بدله کړي.

یو پخوانی وزیر، جاني مرسر، د جنورۍ ۲۰۲۴ په یوه لیک کې د دغو ځواکونورول "د پام وړ تضاد" بللی و او خبرداری یې ورکړی، چې دا مساله به د افغان تحقیق ډلې له لوري بربنډه شي.

د بریټانیا دفاع وزارت ویلي، هېڅ داسې شواهد نشته چې د افغان سرتېرو د شهادت مخه دې نیول شوې وي، خو بي بي سي وايي، چې د جنرال جنکینز د پرېکړو له امله، لسګونه افغان سرتیري برېتانیا ته نه دي پرېښودل شوي، چې دا د شفافو تحقیقاتو پر وړاندې خنډ ګڼل کېږي.

نور خبرونه

رادیو