ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د «جنګي جنایتونو» د عاملانو د حساب ورکولو غوښتنه وکړه

۸ ساعتونه مخکې

د بشري حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په افغانستان او عراق کې د برېتانیايي ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه د بي بي سي د وروستي راپور په اړه غبرګون ښودلی.

هغه په ​​افغانستان کې د "جنګي جرمونو" د عاملینو حساب ورکولو او د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د عدالت پر اړتیا ټینګار وکړ.

په افغانستان او عراق کې د پخواني برېتانیايي ځانګړو ځواکونو د "جنګي جرمونو" افشا کولو په اړه د بي بي سي تازه راپور غبرګونونه راپارولي دي.

ریچارډ بېنېټ دغه راپور ټکان ورکوونکی بللی او ویلي یې دي: «دا انکشاف په افغانستان کې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو لپاره د هر اړخیزې حساب ورکونې او عدالت اړتیا په ګوته کوي.»

د ملګرو ملتونو چارواکي په افغانستان کې د "جنګي جرمونو" لپاره د حساب ورکولو پر اړتیا ټینګار وکړ، لکه څنګه چې د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د حساب ورکونې د میکانیزم نشتوالی به په هیواد کې د جرمونو شواهد له منځه یوسي.

د برېتانيا د ځانګړو ځواکونو يو شمېر پخوانيو غړو بي بي سي ته ويلي، چې په عراق او افغانستان کې د برېتانیايي ځانګړو ځواکونو وسله وال په خوب کې وژلي او د ماشومانو په ګډون پر ملکي وګړو يې "لاسونه ور تړلي" او وژلي دي.

نور خبرونه

رادیو