د محمد صادق په ګډون؛ پاکستاني پلاوي او طالبانو په تورخم کې ناسته کړې

۲ ساعتونه مخکې

د تورخم کميسارۍ په انګړ کې د طالبانو د تورخم کميسار ملا عبدالجبار حکمت او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ترمنځ دوه اړخیزه ناسته شوې.

په دې ناسته کې د موجودو ستونزو حل او د خلکو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په تړاو خبرې شوې دي.

د طالبانو د حکومت سیمه‌ییزو چارواکو او د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د دوشنبې په ورځ په تورخم ښارګوټي کې ناسته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخوالي، د ناروغانو او مسافرو تګ‌راتګ، جنازو او ودونو، کډوالو ته د انساني چلند او نورو دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه پکې بحث شوی دی.

په تورخم کې د طالبانو کمیسار وايي، چې دې ته ورته ناستې وخت ناوخت د دواړو لوریو له خوا ترسره کیږي، چې ځینې موضوعات پرې تر یوه بریده حل شوي او دې ناسته کې د پاتې نورو مسایلو د حل ژمنې وشوې.

ناسته کې دواړو لورو یو بل ته ډاډ ورکړی، چې د یادو ستونزو د حل لپاره به خپلې هڅې او همکارۍ لا پیاوړې کړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازي محمد صادق وایي، د تورخم په لویه لاره یې تورخم ښارګوټي کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو په غونډه کې ګډون کړی.

هغه پر خپل اېکس ولیکل، چې دا غونډه په دوستانه فضا، همکارۍ او متقابل درناوي کې ترسره شوې ده.

نور خبرونه

رادیو