افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان کې ۶۵۰ میلیون ډالره پانګونه کوي

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، ځینې افغان پانګوال چمتو دي چې د حاجي ګک اوسپنې کان د یو بلاک د اکتشاف او استخراج په موخه په دریو پړاوونو کې ۶۵۰ میلیون ډالره ګډه پانګونه وکړي.

د یاد معاونیت وايي، چې له دې لارې به په مستقیم ډول ۶۰۰۰ کسانو ته کار پیدا شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن دوشنبه د غويي ۲۲مه وویل، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په یوه ناسته کې افغان پانګوالو د حاجي ګک اوسپنې کان د یو بلاک د اکتشاف او استخراج په موخه په درېیو پړاوونو کې ۶۵۰ میلیون ډالره ګډې پانګونې ته تیاری ښودلی.

د یادو پانګوالو د معلوماتو له مخې، دوی به له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره په شریکه په مسلکي ډول استخراج ترسره کړي او همدا راز به یې په هېواد کې دننه د پروسس په موخه په نړیوالو معیارونو او پرمختللې ټکنالوژۍ مجهزه فابریکه جوړه کړي.

دغه فابریکه به په ورځني ډول د ۹۰۰۰ ټنه سفنج اوسپنې د پروسس او په شمش د بدلولو وړتیا ولري، چې په مستقیم ډول به ۶۰۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او د هېواد سل سلنه اړتیا به پوره کړي.

د طالبانو ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، عبدالغني برادر د اوسپنې اکتشاف او استخراج په برخه کې د یادو پانګوالو له پانګونې هرکلی کړی او ددې ډلې له لوري یې د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی.

نور خبرونه

رادیو