په هرات کې یو شمېر ښوونکي وایي چې له دوو میاشتو راهیسې یې معاشونه نهدي ترلاسه کړي او د طالبانو له ادارې غواړي چې ژر تر ژره دې ستونزې ته رسېدنه وکړي. دوی ټینګار کوي چې په وږې خیټې، تشو جېبونو او مضطربو ذهنونو زدهکوونکو ته تدریس نهشي کېدای.
یوه ښوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، « په داسې حالت کې څنګه تمه لري چې موږ په حوصله، تمرکز او شوق سره ټولګي ته لاړ شو؟ دا ناشونې ده چې په لوږي او اندېښنو درس ور کړو».
دوی زیاتوي چې د معاشونو نهورکولو د دوی د کورنیو ژوند له سخت اقتصادي فشار سره مخ کړی، او حتا تر دې چې ښوونځي ته د تګ راتګ کرایه نهلري.
یوه بله ښوونکې وایي، « موږ هم انسانان یو، مسوولیتونه لرو. معاش زموږ حق دی، نه کوم احسان. که د هېواد راتلونکی زموږ په لاس جوړېږي، باید زموږ اوسني وضعیت ته هم پام وشي».
دا یوازې د هرات ښوونکي نهدي. له دې وړاندې د کندهار، خوست او ننګرهار ښوونکو هم ورته شکایتونه کړي.
دوی اندېښنه څرګنده کړې چې د معاشونو ځنډ یې نه یوازې کورنۍ له ستونزو سره مخ کوي، بلکې د تدریس کیفیت هم تر اغېز لاندې راولي.
پر افغانستان د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته، طالبانو خپلو دولتي کارکوونکو ته ویلي وو چې ښايي د دریو میاشتو معاشونه یې وځنډېږي.
په داسې حال کې چې طالبان د پوهنې نظام پر «اسلامي کولو» تمرکز کوي، د ښوونکو دا اقتصادي بحران یوه ستره ننګونه ده چې کولی شي د هېواد د ښوونیز سیستم بنسټونه کمزوري کړي.