جنګي جنایتونه؛ برېټانوي ځواکونو افغانستان کې بې‌ګناه ولسي خلک، ماشومان او اسیران وژلي

۹ ساعتونه مخکې

د بي‌بي‌سي په یوې خپرونه کې د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو په تړاو هېښوونکي معلومات په ډاګه شوي، چې ښيي په افغانستان کې یې ماشومان، بې ګناه ولسي خلک او جنګي اسیران وژلي دي.

د برېټانیا یو شمېر پخوانیو سرتېرو ویلي،‌ چې د شپنیو عملیاتو پر مهال یې ملګرو بې ګناه ولسي وګړي وژل.

یوه پخواني برېټانوي عسکر وویل: «ما په خپلو سترګو وليدل، چې يو ماشوم يې ولچک کړ؛ بيا يې پرې ډز وکړ. هغه هېڅ ګواښ نه و، يوازې يو کوچنی هلک و.»

د ده په وينا، د SAS برېټانوي ځواکونو د عملیاتو‌ پر مهال په منظم ډول خلک پلټل؛ بیا یې پرې لاسونه تړل او بالاخره یې وژل.

یاد برېټانوي عسکر دا هم زیاته کړې، چې د دغه ډول پېښو د پټولو لپاره به یې ملګرو له «وژل شویو ملکیانو» سره جعلي وسلې هم کېښودې.

د بي‌بي‌سي په دې افشاګرۍ کې تر ۳۰ زياتو برېټانوي پخوانيو ځانګړو سرتېرو شهادتونه ورکړي او دا هم پکې څرګنده شوې، چې ټپيان وژل کېدل، بنديان د خوب پر مهال اعدام شوي او د ځانګړو قطعو تر منځ د وژنو پر شمېر سيالۍ هم روانې وې.

يو بل پخوانی برېټانوی سرتېری وايي: «ځينې عسکر دومره د وژنو په خوند عادت شوي وو، چې د رواني قاتلانو بڼه يې خپله کړې وه. دوی به مېلمستونونو ته ننوتل او ټول ويده نارينه يې وژل. دا کار يوه عادي چاره ګرځېدلې وه.»

په يو شمېر نورو مواردو کې راپور زیاتوي، په سیمو کې تر تصفیوي عملیاتو وروسته د ساحې پاکوونکو عسکري ټیمونو «ټپیان په سر، سر وېشتل» او ځای پر ځای یې وژل.

د برېټانوي ځواکونو دغه کړنې په څرګنده توګه جنګي جنایتونه بلل شوي دي.

د SBS ځواکونو د یوه بل پخواني غړي په وینا، د ټپیانو د وژل کېدو کیسه له هېچا پټه نه وه.

هغه زیاته کړې: «عسکرو به د څارونکو او حقوقي ادارو د تېر اېستلو لپاره غيرفعال لاسي بمونه او وړې وسلې له ځانه سره لېږدولې؛ څو د وژل شويو تر څنګ يې کېږدي او داسې وښيي، چې وژل شوي کسان وسله‌وال وو.»

د بي‌بي‌سي راپور دا هم څرګندوي، چې د برېټانيا لوړپوړي افسران د دغو جنايتونو څخه خبر وو او حتی عسکرو ته به ښوول کېدل چې څنګه جعلي عملياتي راپورونه وليکي؛ څو د پوځي پوليسو له څېړنو خلاص شي.

يو سرتېری وايي: «موږ ته ښوول شوې وه، چې څنګه داسې راپور ولیکو چې ګواکې چا مشکوک حرکت کړی او له همدې امله پرې ډز شوی. هر څه سنجول شوي وو.»

راپور زياتوي، هغه مهال د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو ځله د برېټانيا له لومړي وزیر ډېوېډ کېمرون سره د شپني عملياتو او ولسي وژنو پر سر اندېښنه شريکه کړې وه.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا بي‌بي‌سي ته ويلي، چې «کېمرون هېڅکله له دې خبرې بې خبره نه و.»‌

د ناټو لپاره د امريکا پخواني سفير جنرال ډاګلاس لوټ هم بي‌بي‌سي ته ويلي، چې د افغان ولسي وګړو وژل دومره ښکاره او پراخ وو، چې «هیڅ لوړپوړی قومندان ترې انکار نشي کولای.»

دغه افشاګري داسې مهال کېږي، چې د برېټانيا د يو قاضي په مشرۍ يوه رسمي پلټنه پيل شوې؛ څو د پخوانيو سرتېرو جنګي جنایتونه وڅېړي،‌ خو دغه څېړنه يوازې د درې کلونو موده تر پوښښ لاندې نيسي او حال دا چې د بي‌بي‌سي له‌خوا ثبت شوي شهادتونه ښيي چې دغه جنايتونه له يوې لسيزې زيات دوام لاره.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا او فرانسې په څېر ډېری هېوادونه د خپلو ځانګړو ځواکونو لپاره نظارتي جوړښتونه لري؛ خو برېټانيا داسې هيڅ ډول پارلماني څارنه نه لري او د ځانګړو ځواکونو د عملياتو ټول ستراتيژيک مسووليت، مستقيماً د لومړي وزیر، د دفاع وزير او د ځانګړو ځواکونو د عمومي قوماندان پر غاړه دی.

تر دې مخکې په اسټرالیا کې هم د یاد هېواد ځواکونو په رزوګان کې د بې ګناه ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو اسناد افشا کړي وو.

برېټانویان بیا په هلمند ولایت کې مېشت وو او پرې تورونه دي، چې هلته یې پراخ جنګي جنایتونه کړي دي.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یو شمېر چارواکو او سیاس‌والو نیوکې کولې، چې د بهرنیو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په لړ کې ملکي وګړي په نښه کېږي او همدا لامل و چې خلک د طالبانو لیکو ته تلل.

نور خبرونه

رادیو