د طالبانو د برېښنا وزیر د انرژۍ پنځم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته لاړ

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د ازبکستان د د انرژي پنځم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه تاشکند ته ولاړ.

د ازبکستان د انرژي پنځم نړیوال کنفرانس د ۲۰۲۵ زیږدیز کال د مې میاشتې له ۱۳ مې تر ۱۵ مې پورې په تاشکند کې ترسره کېږی.

د طالبانو د برېښنا او انرژۍ وزارت نن دوشنبه، د غويي ۲۲مه، وویل، دغه کنفرانس چې د "دوامدارې انرژۍ لپاره سیمه ییزه همکاري" ترسرلیک لاندې ترسره کېږي، د انرژي په برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ ستراتیژیو، د پرمخ تللې انرژۍ بازار رامنځته کولو او شنه اقتصاد ته لېږد په هکله د نظرونو د تبادلې لپاره ښه فرصت چمتو کوي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کنفرانس د انرژي په برخه کې د سیمه ییزې همکاري د پیاوړتیا، په ګډو پروژو کې د پانګونې لپاره د فرصتونو ارزولو، د سیمه ییزې انرژۍ بازار پراختیا او شنې ټکنالوژي لېږد په برخه کې د تجربو تبادلې په هکله ترسره کېږي.

طالبانو په خبرپاڼه کې لیکلي چې ددې ډلې د اوبو او انرژۍ وزیر به په دغه کنفرانس کې د اړینو موضوعاتو لکه د انرژي او نوې ټکنالوژي په برخه کې د همکاریو د غوره‌والي او په دې برخه کې د شته ننګونو په هکله، خبرې، اترې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه کنفرانس د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو لکه دنړیوال اټومي انرژي اژانس او نړیوال بانک د استازو په ګډون ترسره کېږي.

نور خبرونه

رادیو