له هند سره د اوربند تر اعلان وروسته د پاکستان حکومت د افغان کډوالو پر وړاندې خپل اقدامات سخت کړي، چې د ښځو او بشري حقونو د فعالانو نیونې او جبري ستنول پکې شاملې دي.کارپوهان وايي، دا نیونې د پاکستان تکرار سیاست دی، چې له بهرني فشار وروسته، خپل تمرکز افغان کډوالو ته اړوي.
د افغانستان انټرنشنل له خوا ترلاسه شوې ویډیوګانې او رپوټونه ښيي چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې په اسلاماباد کې یو شمېر افغان کډوال، په ځانګړي ډول هغه ښځې چې د طالبانو له محدودیتونو دغه هېواد ته تښتېدلې وې، د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
کارپوهان وايي، دا نیونې د پاکستان د یوه تکراري سیاست برخه ښکاري، چې له بهرني فشار څخه تر راوتلو وروسته، خپل تمرکز افغان کډوالو ته اړوي.
د رپوټونو له مخې، نیول شوې افغان ښځې چې د طالبانو د بندیزونو له کبله یې پاکستان ته پناه وړې، د پولیسو موټرو ته خیژول شوې او لیږدول شوې دي.
د بشري حقونو ډلې پر پاکستان نیوکه کوي، چې دغه نیونې د نړیوالو مهاجرتي اصولو خلاف دي او د هغو ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي چې د جنسیتي تبعیضونو له کبله یې له افغانستان نه تیښته کړې ده.
پاکستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان واک ته ورسېدل، د افغان کډوالو د ستنولو پروسه پیل کړې.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، چې یوازې په اپرېل میاشت کې شاوخوا ۱۴۵ زره افغان کډوال له پاکستان نه اېستل شوي چې د فبرورۍ په پرتله اته برابره زیات دي.
یادې کمېټې له پاکستان او ایران څخه د ډېرو راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
تېره ورځ د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې خبر ورکړ، چې د پاکستان حکومت د تورخم او انګور اډې له لارو ۱۱۰۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.
د دغې ادارې د رسمي شمېرو له مخې، په ستنو شویو کسانو کې ۲۰۷ د (ACC) کارت لرونکي او ۸۹۳ بېاسناده کډوال وو.
خبریالانو ته له دې ادارې څخه رالېږل شوي معلومات ښیي، چې ۱۰۸۴ تنه د تورخم او ۱۶ افغانان د انګور اډې له لارې ستانه کړای شوي دي.
د پاکستان او هند تر منځ د جګړې پرمهال اسلام اباد د افغان کډوالو د ستنولو بهیر ودراوه او ټول تمرکز یې هند ته واړاوه، خو اوس داسې برېښي، چې یاد هېواد بېرته د کډوالو د جبري ستنولو پالیسي ته مخه کړې ده.