واټس اپ د پیغامونو د رالنډولو لپاره خپلو کاروونکو ته نوی فیچر وړاندې کوي

۲۲ ساعتونه مخکې

په واټس‌اپ کې داسې ګڼ شمېر ځانګړتیاوې (فیچرونه) شته، چې تاسو سره د خپلو عزیزانو، ملګرو یا د دفتر له همکارانو سره د اړیکو په ټینګېدو کې مرسته کوي.

خو کله چې څوک د بې‌شمېره ګروپ چټونو، چینلونو او ټولنو برخه شي، نو د ټولو پیغامونو لوستل ډېر سخت شي، چې له امله یې ډېر مهم پیغامونه نالیدلي پاتې شي.

د دې ستونزې د حل لپاره، میټا (Meta) یو نوی فیچر وړاندې کوي.

د یو راپور له مخې، واټس‌اپ پر یو نوي وسیله کار کوي، چې د پیغامونو لنډیز (summary) به وړاندې کوي.

راپور زیاتوي، چې دا لنډیزونه به د میټا AI له لارې د ګروپونو، چینلونو او انفرادي چټونو لپاره شخصي ډول برابر شي.

د دې فیچر موخه دا ده، چې کاروونکو ته اسانتیا ورکړي څو بې‌ځایه وخت له لاسه ور نه کړي او ټول پیغامونه په خلاصه توګه ولوستل شي.

راپور زیاتوي، چې دا فیچر دا مهال د واټس‌اپ د اندرایډ وسیلو په (ازمایښتي) نسخه کې ازمویل کېږي.

د دې فیچر کارول به هغه مهال ممکن شي کله چې یو کاروونکي ته د مشخصې شمېرې نوي پیغامونه راشي.

په دې حالت کې به د "unread" پیغامونو پورته یو اپشن ښکاره شي او چې پرې کلیک وشي، د ټولو پیغامونو خلاصه به جوړه شي.

راپور زیاتوي، چې شرکت هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې ستاسو پیغامونه لا هم له اول نه تر اخیره انکرپټ پاتې شي او نه میټا، نه واټس‌اپ او نه کومه بله درېیمه ډله ورته لاسرسی ولري.

اوس مهال دا روښانه نه ده، چې د پیغام لنډیز به د هماغې چټ په دننه کې ښکاره شي، که به د میټا AI لپاره جلا چټ خلاصېږي.

همداراز ویل شوي، چې دا فیچر به هغو چټونو کې کار نه کوي چې "advanced chat privacy" پکې فعال وي.

د پیغامونو لنډیز فیچر څه شی دی؟

کله چې تاسو په واٹس اپ کې نوي پیغامونه ترلاسه کړئ، نو د "Unread" مسجونو په سر کې به یو نوی اختیار ښکاره شي.

په دې باندې کلیک کولو سره، د پیغامونو لنډیز به وړاندې شي چې تاسو ته د ټولو پیغامونو اصلي محتوا په لنډه توګه ښیي.

د محرمیت تدابیر

میټا ډاډ ورکوي، چې د دې فیچر په کارولو سره ستاسو ټول پیغامونه د "End-to-End Encryption" لاندې خوندي پاتې کېږي او نه میټا، واټس اپ او نه هم کومه درېیمه خوا ستاسو د پیغامونو محتوا ته لاسرسی لري.

د دې لپاره میټا یو نوی سیستم معرفي کړی، چې "Private Processing" نومېږي.

دا سیستم ډاډ ورکوي، چې ستاسو معلومات یوازې ستاسو په وسیله پروسس کېږي او د نورو له خوا نه لیدل کېږي.

لکه څنګه چې پورته یادونه شوې، دا فیچر لا هم په ازمایښتي مرحله کې دی، نو دا نه‌شي ویل کېدای چې کله به ټولو کاروونکو ته وړاندې شي.

نور خبرونه

رادیو