یوه چینايي کمپنۍ طالبانو ته د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې روزنه ورکوي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، چې د لوګر میس عینک کان قراردادي شرکت "ایم سي سي" د دغه وزارت کارمندانو ته د مصنوعي ځیرکتیا، مخابراتي خدماتو او ټېکنالوژۍ په برخو کې روزنه ورکوي.

د دغه وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د مخابراتو وزیر نجیب الله حیات حقاني د ام سي سي چینايي شرکت له مشر وانګ جیکینګ سره په لیدنه کې ویلي، چې مصنوعي ځیرکتیا په نړۍ کې په چټکۍ سره وده کوي او یاد وزارت هم غواړي، چې مصنوعي ځیرکتیا وکاروي.

دغه وزارت د ایم سي سي کمپنۍ د مشر له قوله ویلي، چې د میس عینک کان د مدیریت د ښه کولو له‌پاره افغان کدرونه یې چین ته استولي، څو د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د روزنې ترڅنګ د کانونو د فعالیتونو مدیریت او پرمختګ چټک کړي.

همدارنګه په خپره شوي خبرپاڼه کې د حقاني له قوله لیکل شوي، چې د مخابراتو وزارت هڅه کوي، چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره په همکارۍ د ټېکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ کړندۍ کړي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د مخابراتو وزارت هڅه کوي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ظرفیتونو په رامنځته کولو او اسانتیاوو برابرولو سره د افغان کدرونو وړتیاوې لوړې کړي.

نور خبرونه

رادیو