هغه عام عادت چې ځوانان له وخته مخکې زړوي

۲ ورځې مخکې

په نننۍ نړۍ کې ډېری خلک په ځانګړي ډول ځوانان له وخته مخکې د زړښت نښې تجربه کوي او د غاړې او مخ پر شاوخوا د ژورو کرښو او ګونځو څرګندېدل اوس يوه عامه ستونزه ګرځېدلې ده.

د متخصصینو په وینا، دا ډېره برخه په هغو کسانو کې لیدل کېږي چې ډېر وخت د سمارټ ټلیفونونو، کمپیوټرونو او ټابلیټونو په کارولو تېروي. له همدې امله د غاړې پوستکی ژر زړېږي او خپل طبیعي ټینګښت له لاسه ورکوي.

ټېک نېک (Tech Neck) څه شی دی؟

ډاکټران د دې حالت لپاره د ټېک نېک اصطلاح کاروي. دا هغه حالت ته ویل کېږي، چې د اوږدې مودې لپاره د سر ښکته نيولو او وسایلو ته کتل د غاړې پر پوستکي ګونځې، کرښې او د پوستکي لټوالی رامنځته کوي.

ولې دا ستونزه ډېره عامه شوې؟

د متخصصینو په وینا، د غاړې پوستکی د بدن د نورو برخو په پرتله ډېر نری او حساس وي، نو له عمر سره د ګونځو پيدا کېدل طبيعي دي. خو اوس دا نښې ان په ځوانانو او منځني عمر لرونکو کسانو کې هم عامې شوې دي.

دوی وايي، چې د غاړې شاوخوا ژورې کرښې د لمر د وړانګو له زیانه او د وسایلو له زيات استعمال څخه ګډه پایله ده.

د مخنیوي لارې چارې

ښه خبره دا ده، چې د ټېک نېک مخنیوی ممکن دی. متخصصین سپارښتنه کوي، چې د وسایلو د کارولو پر مهال د بدن سمه وضعه وساتئ، د سکرین کچه د سترګو په وړاندې راولئ او له دې ډډه وکړئ چې سر ښکته وساتئ. دا کار د عضلو فشار کموي او د پوستکي زړښت ورو کوي.

همدارنګه، د لمر ضد کریم د غاړې پر شاوخوا استعمال د وخت نه مخکې د زړښت د مخنیوي لپاره اغېزمن دی.

د سکرینونو د نور زیانونه

د سمارټ ټلیفونونو او کمپيوټرونو اوږدمهاله استعمال د سترګو شاوخوا ګونځې او ژورې کرښې رامنځته کوي. برسېره پر دې، د وسایلو څخه خپرېدونکې (نیلی) رڼا د پوستکي د زړښت سرعت زياتوي، د خوب کیفیت خرابوي، د سترګو شاوخوا تورې حلقې پيدا کوي او د پوستکي د مهم پروټين کولاجن کچه راکموي.

نور خبرونه

رادیو