د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير په کابل کې د ایران له سفير علي رضا بیکدلي سره د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا او د صادراتو د زياتوالي په موخه کتلي دي.
طالبانو زياته کړې، چې په ناسته کې د اومې ګډې اقتصادي کمېسيون د غونډې او ګډو صنعتي شرکتونو پر جوړولو هم خبري شوي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۸مه) په يوه اعلاميه کې ویلي، چې نورالدین عزيزي په کابل کې د ایران له سفير علي رضا بيکدلي سره په لیدنه کې د چابهار بندر په اړه د درې اړخیزې ناستې پر جوړولو هم بحث کړی.
د طالبانو د اعلامیې له مخي، چې په ناسته کې د دوه اړخيزې سوداګرۍ د هوکړه لیک، افغانستان ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزیر او سوداګرو پر سفر او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر زياتولي هم خبري کړي دي.
په ناسته کې افغاني او ایراني سوداګرو ته د اسانتیاوو پر برابرېدو ټينګار شوی دی.
د دواړو هېوادونو سوداګریزه کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۳.۲ میلیارد ډالرو ته ورسېده، چې د ورته تیر کال په پرتله ۸۴سلنه زیاتوالی ښيي.
ایران افغانستان ته د تیلو محصولات، ودانیز توکي، کرنیز محصولات او ماشین الات صادروي.
د ایران حکومت هم د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پیژني، خو له دې ډلې سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري او په تهران کې یې د افغانستان سفارت هم طالبانو ته سپارلی دی.