د طالبانو عدلیې وزارت وايي، د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق مخنیوي توشیح شوي قانون له مخې یوازې هغه کسان د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو کاروبار کولای شي، چې له روغتیا وزارت څخه یې د سوداګرۍ رسمي جواز او د وارداتو اجازه لیک اخېستی وي.
د طالبانو عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د خوراکي موادو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق مخنیوي قانون د طالبانو د مشر ملا هبتالله له لوري توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو.
د طالبانو د عدلیې وزارت په وینا، یاد قانون یوه سریزه، څلور بابه، درې فصلونه او ۳۴ مادې لري.
یاد وزارت زیاته کړې، ددغه قانون له مخې ټرانسپورټي شرکتونه، د هوايي ډګرونو کار کوونکي، کورنۍ او بهرنۍ روغتیايي موسسې او دودیز ډاکټران له جواز پرته نه شي کولی هېواد ته واردات وکړي.