طالبان د ۷ نورو تثبیت شویو ادارو د متقاعدینو معاشونه ور کوي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو مالیې وزارت د پخوانۍ ولسي جرګې، مشرانو جرګې، ښځو چارو وزارت او نورو ادارو په ګډون د ۷ ادارو د متقاعدینو د معاشونو ورکولو مهالویش اعلان کړ. دغه وزارت وایي، په یوه میاشت کې به د دغو ادارو متقاعدینو ته د هغوی حقوق ورکړل شي.

د طالبانو د مالیې وزارت نن شنبه د ۷ نورو تثبیت شویو ادارو د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې مهالویش اعلان کړ. دغه وزارت ویلې د یوې میاشتې په موده کې به د افغانستان د اراضی خپلواکې ادارې، د ښځو چارو وزارت، پارلماني چارو کې د دولت وزارت، مشرانو جرګې، ولسي جرګې، د المپیک ملي کمیټې او د دولتي جګپوړو چارواکو د ساتنې او امنیت ریاست متقاعدینو د حقوقو د ورکړې پروسه طی مراحل کیږي.

یاد وزارت له متقاعدینو غوښتي، چې که په دغه نوملړ کې شامل نه وي د تقاعد عمومي ریاست ته دې مراجعه وکړي.

یاد وزارت متقاعدینو ته د معاشونو د ورکولو لړۍ داسې مهال پېل کړې چې په کوردننه سلګونه متقاعدین د خپلو حقوقو د نه ترلاسه کولو او بې برخلیکه توب څخه شکایت لري.

د تقاعد د حقوقو د ورکړې لړۍ د روان کال د وږي میاشتې له دویمې نېټې پیل شوې ده. دویمه لړۍ یې د تلې له ۵مې نېټې پیل او په ۳۰مه پای ته رسیږي.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي چې د پاتې نورو ادارو مهالوېش د روان کال د تلې میاشتې پر ۲۵مه اعلانیږي.

نور خبرونه

رادیو