د امریکا د کانگرس ځینو غړو د ۲۰۲۶ کال دفاعي بودیجې د طرحې په چوکاټ کې یو نوی تعدیل تصویب کړی، چې له مخې یې د امریکا دفاع وزارت ته د طالبانو له مخالفو پخوانیو افغان نظامیانو سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو اجازه ور کول کیږي.
د دغه تعدیل پر بنسټ، د امریکا پوځ له له پخوانيو افغان پوځیانو، پولیسو او نورو وسله والو ډلو سره چې لا هم په افغانستان کې دي او د طالبانو پر ضد مقاومت کوي، استخباراتي معلومات شریکولای شي.
د دغه تعدیل وړاندې کوونکی د امریکا د اریزونا ایالت استازی الي کرېن دی او د تعدیل په متن کې راغلي:«د دفاع وزیر به لکه څنګه چې مناسب ګڼي، د طالبانو ضد پخوانیو افغان پوځیانو، پولیسو او همدارنګه نورو ډلو سره چې د مقاومت په توګه پیژندل کېږي، استخباراتي معلومات شریک کړي.»
په تعدیل کې د پوځي تجهیزاتو ورکول نه دي شامل، یوازې د استخباراتي معلوماتو شکریکول په پام کې نیول شوي دي.
دغه تعدیل به د ګانګرس په راتلونکو ناستو کې وڅېړل شي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې د سنا جرګې او یا هم د ولسمشر دفتر ملاتړ به ترلاسه کړي او که نه.
دغه تعدیل د روانې میاشتې د سپټمبر پر ۹مه نېټه تصویب شوی دی.