طالبانو په ازمویښتي ډول له افغانستان نه د غوښې صادرات پېل کړل

۱ ساعت مخکې

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی، چې د دغې ډلې د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ د هېواد د غوښې د صادراتو بهیر په لومړي ځل په هرات کې په ازمویښتي ډول پېل شوی دی.

دغه بهیر د هرات ولایت د طالبانو په «معیاري مسلخ» کې عملي شوی، چې د وزارت په وینا، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د نړیوالې بازار موندنې پر لور مهم ګام بلل کېږي.

افغانستان د غوښې د اړتیاوو پوره کولو لپاره هرکال له بېلابېلو هېوادونو لکه سعودي عربستان، ترکیې، ایران او اروپایي اتحادیې نه واردات کوي.

نور خبرونه

رادیو