د جرمني نوی حکومت پلان لري، چې د ناقانونه کډوالو او پناهغوښتونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د دغه هېواد د پولو کنټرول قوي کړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرېنټ د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي، چې راتلونکې ورځې به په پولو کې د پولیسو حضور پراخ شي.
ورته مهال دوبرېنټ زیاته کړې، زیانمنونکي کسان به اجازه ولري چې جرمني ته دننه شي.
نوموړي وویل: «موږ نه غواړو پولې وتړو، خو په ډېر جدي ډول به یې کنټرول کړو او د پولو دا قوي کنټرول به د ډېرو پناهغوښتونکو د ردېدو لامل هم شي.»
د جرمني د نوي حکومت د کورنیو چارو وزیر په وینا، د پولو د کنټرول سختېدل به په تدریجي وي او د خلکو د بېرته ستنېدو د ډاډ ترلاسهکېدو لپاره به په پوله کې د پولیسو حضور هم ګام په ګام پلي شي.
د جرمني نوي لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ چې د سېشنبې په ورځ یې پارلماني رایې وګټلې، د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال یې د جرمني د کډوالۍ پالیسي د سختېدو ژمنه کړې وه.
هغه د فبرورۍ په میاشت کې له ټولټاکنو نه څو اوونۍ مخکې ویلي و، چې جرمني ته به د ناقانونه کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي او د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کېدو په صورت کې به د اېستلو بهیر پراخ کړي.
وروستي کلونه په جرمني کې د کډوالو اړوند بریدونو زیاتوالی چې ځیني افغانان هم پکې ښکېل دي، د دې لامل شوی چې د کډوالو پروړاندې د خلکو غبرګونونه راوپاروي او سیاسي ګوندونه هم هڅه کوي د کډوالو ضد اقدامات ډېر کړي.