د بلخ لپاره د طالبانو والي او ملا هبتالله ته نږدې کس یوسف وفا د شمال زون د طالب مسولینو سره د همغږۍ په ناسته کې ویلي، چې یوازې یو امیر او یوه قومانده لري او له هغه به اطاعت کوي.
هغه ویلي د امیر اوامر او فرامین اول باید په ځان او بیایې پر ولس عملي کړو.
د یوسف وفا ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نوموړي په مشرۍ د شمال زون د والیانو، امنیه قوماندانانو او د استخباراتو رییسانو ترمنځ په مزارشریف کې د همغږۍ ناسته شوې.
یوسف وفا د یادې ناستې پرمهال د شمالي ولایتونو طالب مسوولینو ته ویلي:«دا سپیڅلی نظام یو امیر لري یوه قومانده او مرکزیت لري، موږ او تاسې باید لومړی پر خپل ځان د هبتالله اوامر او فرامین پلي کړو، بیايي پر خپلو ولسونو عملي کړو.»
یوسف وفا په دغه ناسته کې د امر بالمعروف د قانون پر عملي کېدو هم ټینګار کړی او وايي، چې باید پر خلکو عملي شي.
یوسف وفا دا څرګنددونې په داسې حال کې کوي، چې نوموړي څو ورځې وړاندې د امر بالمعروف د قانون د ښه پلي کولو په موخه په بلخ ولایت کې د فایبر نوري انټرنېټ پر خدماتو بندیز ولګاوه چې وروسته دا بندیز په څو نورو ولایتونو کې هم پلی شو.