مایکروسافټ خپلو سکایپ کاروونکو ته خبر ورکړی، چې له دې وروسته کولی شي خپلو خبرو اترو او اړیکو ته د دوام ورکولو لپاره مایکروسافټ ټیمز (Microsoft Teams) نه استفاده وکړي.
سکایپ د دوشنبې په ورځ (د می ۵مه) د ۲۲ کلونو خدمت وروسته د تل لپاره بند شو.
مایکروسافټ ویلي، چې د ټیمز وړیا نسخه اوس د ټولو لپاره شته او کاروونکي کولای شي د خپلو سکایپ حساب معلوماتو په وسیله پکې داخل شي.
د دوی په وینا، د ننوتلو وروسته ټول پخواني چتونه او اړیکې به ورته چمتو وي.
همداراز، هغو کسانو ته چې نهغواړي ټیمز ته انتقال شي، سکایپ دا اسانتیا برابره کړې چې کولی شي خپل معلومات، اړیکې او چټ تاریخ یا صادر کړي یا یې ړنګ کړي.
مایکروسافټ ویلي: «موږ د خپلو کاروونکو ملاتړ ته ژمن یو. د دې بدلون د اسانه کولو لپاره مو ویډیوګانې، مرحلهوار لارښود او عامې پوښتنې چمتو کړي دي.»
د سکایپ ټیم د خپلو کاروونکو نه د کلونو ملاتړ ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده: «سکایپ د ډېرو خلکو د مهمو شېبو یوه نه هېرېدونکې برخه پاتې شوې او موږ ویاړو چې د دې سفر برخه وو.»
سکایپ په ۲۰۰۳ کې په کار پیل وکړ چې بیا په ۲۰۱۱ کې د ۸.۵مېلیارد ډالرو په ارزښت د مایکروسافټ له خوا واخیستل شو.
مشهور سافټویر سکایپ د ویډیو زنګونو په فعالولو سره د اړیکو په لاره کې انقلاب راووست، خو د رقابت له توانه په لوېدو وتړل شو.