پاکستاني رېنجر سرتېري (چې تور یونیفورم یې اغوستی) او د هند د پوله ساتي ځواک (BSF) افسران د پاکستان د جوړېدو ۷۲مې ورځې په مناسبت د ګډو مراسمو پر مهال خپل ملي بیرغونه پورته کوي. ارشیف

د نوي ډيلي او اسلام اباد ترمنځ ناندرۍ؛ په پاکستان کې د هند د محدودو او مشخصو عملیاتو امکان

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۳

د جمعې په ورځ د هند تر واک لاندې کشمیر په "پهلګام" نومې سیمه کې د ترهګریز برید نهمه ورځ شوه. په تېرو نهو ورځو کې د هند او د پاکستان تر منځ پوځي ناندرۍ او تبلیغاتي جګړه خپل اوج ته رسېدلې ده، او د شپې او د ورځې یوه او بل ته دړکې ورکوي.

د دواړو هېوادونو پوځونه د تیارسۍ په حالت کې دي او جنګي تمریناتو ته یې ادامه ورکړې ده، خو توده جګړه یوازې هغه تیت و پرک ډزې دي چې دواړې خواوې یې په کشمیر کې، په اصطلاح له کنټرول کرښې پر یوه او بل کوي.

درې ورځې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ د شپې یوه نيمه بجه یو مطبوعاتي کنفرانس دایر کړ او اعلان یې وکړ چې د پاکستان استخباراتو داسې معلومات لاس ته راوړي دي چې د راتلونکو ۳۶ تر څلوېښتو ساعتونو منځ کې د هند وسله وال پوځ په پاکستان باندې د برید کولو پلان لري. هغه هند ته خبرداری ورکړ، چې اسلام اباد به د نوي ډیلي برید ته کلک ځواب ورکړي. خو په ذکر شوي وخت کې هند د پوځي برید په ضمن کې کوم ګام اوچت نه کړ.

پاکستان د ډیپلوماسۍ په میدان کې په تکرار سره وايي چې هغه له ملګرو ملتونو یا بل درېیمګړي کمېسیون سره همکارۍ کولو ته چمتو دی، چې په کشمیر کې د شوي ترهګریز برید د عاملانو د معلومولو لپاره جوړ شي. پاکستان ادعا کوي چې هند تر اوسه په پېښه کې د پاکستان د لاس لرنې په تړاو کوم کوټلي شواهد نه دي وړاندې کړي، خو هند دا یوازې د پاکستان له خوا له پېښې نه د پام اړولو او په ځان د پردې اچولو هڅه بولي او وايي چې نوي ډيلی ځینې استخباراتي معلومات لري چې تل غوندې په دې تازه پېښه کې پاکستان ککړ دی او د څېړنې د کمېسیون جوړولو په باب د پاکستان وړاندیز ردوي.

هند د لشکر طیبه مرکز په نښه کوي؟

څلور ورځې وړاندې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د خپلو وزیرانو، د ملي امنیت سلاکار او د وسله والو ځواکونو د لویو جنرالانو په یوه غونډه کې د وسله‌والو ځواکونو مشرتابه ته واک او اختیار ورکړ چې په کشمیر کې د ترهګریز برید د غچ اخیستلو لپاره د پاکستان پر ضد د پوځي ګام اوچتولو پلان جوړ کړي او د دې کار لپاره دې نېټه هم وټاکي.

د هند له دغه تصمیم څخه دا خبره څرګندیږي چې نوی ډیلی له پاکستان سره د یوې پراخې، سترې یا د یوې عامې جګړې نیت نه لري. داسې ښکاري چې هند په پاکستان کې د یو محدود او مشخص پوځي ګام اوچتولو پلان لري، چې سبا ووایي چې دا د کشمیر ترهګریز برید د عمل غچ اخېستل شول او پاکستان ته سزا ورکړل شوه. خو ورسره دې ته هم پام کوي چې دغه ګام باید د دواړو هېوادونو تر منځ په یوه ستره جګړه بدل نه شي.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې. مارکو روبیو له هند سره د ترهګرو په برید کې شویو تلفاتو باندې خواخوږي څرګنده کړه او هیله یې وکړه چې نوی ډیلی به د غچ اخیستلو لپاره اوچتېدونکي ګام کې داسې حد ته نه درومي چې له هغه نه د هند او پاکستان ترمنځ ستره جګړه جوړه شي او باید دواړه هېوادونه د کشالو د حل لپاره له یو بل سره خبرې وکړي.

هغه پاکستان ته وویل چې د پېښې د څېړلو لپاره وړاندیز ښه دی، خو که د پېښې مسوولین په پاکستان کې وي، نو باید اسلام اباد د هغوی د له منځه وړلو په کار کې همکاري وکړي. د امریکا د دفاع وزیر د هند د دفاع وزیر سره هم ټیلیفوني خبرې کړې دي. د امریکا له خوا نه د کشالې د حل په برخه کې له دواړو هېوادونو سره د رسمي تماس نه وروسته، د سترې جګړې امکانات کم شوي دي.

خو دا خبره حتمي ښکاري چې هند به هرومرو د پاکستان پر ضد کوم ګام پورته کوي.

پاکستان کې شنونکي وايي چې په پیل کې چې د "کشمیر مقاومت " په نوم کوم سازمان د ترهګر برید مسوولیت په خپله غاړه اخیستی و، هغه هند د پاکستان د یوه پېژندل شوي ترهګریز سازمان "لشکر طیبه" یوه څانګه بولي. د لشکر طیبه قرارګاه او مرکز له لاهور سره نژدې په یوه وړوکي ښار "مریدکې" کې دی. نو د دې خبرې امکان شته چې هند په مریدکې باندې توغندی راوغورځوي.

د هند د پوله ساتي ځواک (BSF) امنیتي سرتېري د هند په امریتسر ښار کې د هند-پاکستان پولې د اتاري-واګه په تګراتګ سیمه کې

د هند حکومت په ترهګریز برید کې درې کسان نېغ په نېغه ککړ ګڼي، او وايي چې په دوی کې یو تن یې د هند تر واک لاندې کشمیر کې تر برید وروسته پټ دی، او دوه تنه یې په پاکستان کې دي. که د هند استخبارات په پاکستان کې د هغو کسانو موقعیت په اړه معلومات په لاس کې لري، نو دا امکان شته چې هلته د توغندي یا د ډرون له لارې برید وکړي. خو دا خبره هم یقيني ده چې د پاکستان پوځ به هم د هند برید ته ځواب ورکوي.

دیالوګ؛ د ای ایس ای رییس د ملي امنیت سلاکار په رول کې

نو مشکل دا دی چې د دواړو هېوادونو سیاسي مشرانو دومره لافې کړې دي چې دواړه به په یو بل ګوزار هرومرو کوي، خو دا ګوزارونه به داسې حدود ولري چې ستر جنګ ترې جوړ نه شي. له ګوزارونو وروسته به بیا د خبرو اترو نوبت وي.

ویل کېږي چې پاکستان دوه ورځې وړاندې د ای‌اېس‌ای رییس پر خپلې دندې سربېره د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار هم وټاکه، ځکه د پاکستان او هند ترمنځ خبرې تل د ملي امنیت د سلاکارانو په کچه کېږي. پاکستان کې دمګړۍ دغه څوکۍ خالي وه، نو پوځ غواړي چې له هند سره د خبرو اترو معامله هم په خپل لاس کې وساتي.

یوه بله عجیبه خبره دا ده چې پاکستان هر ځل په پاکستان کې د کېدونکې ترهګرۍ تور پر افغانستان لګوي او هېڅ کوم ثبوت یا سند نه افغانستان ته او نه نړۍ ته وړاندې کوي، خو پر افغانستان د توغندیو، ډرونونو او الوتکو له لارې بریدونه کوي خو چې کله پرې خپله د هند له خوا ورته تور ولګي، نو بیا د ثبوتونو او اسنادو د وړاندې کېدلو غوښتنه کوي. دا دوه مخیتوب دی.

وروستۍ خبره دا ده چې نن په "نیو یارک ټایمز" کې د یوه پاکستانی ژورنالېست سلمان مسعود راپور چاپ شوی دی. په راپور کې راغلي چې که څه هم د پاکستان د دولتي کنټرول لاندې میډیا د جنګ نغارې ډنګوي او د جنګ لپاره د خلکو د لیوالتیا ادعاوې کوي، خو دغه ژورنالېست په اسلام‌اباد کې له ځینو پاکستاني اتباعو سره مرکې کړې دي، چې مرکه کوونکي جنګ بې ګټې او تاواني شی بولي او نظر ورکوي چې باید د خلکو ټولنیزو او اقتصادي مسایلو ته پام وشي او د هېواد وسایل د جنګ پرځای د دغو مسایلو د حل لپاره مصرف شي.

نور خبرونه

رادیو