د پاکستان پوځ: شمالي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو ۳۱ وسله وال وژلي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۳

د پاکستان پوځ وایي، چې د خېبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ۳۱ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ژوندي‌نیول شوي دي.
امنیتي چارواکو زياته کړې، چې دغه عملیات یې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې کړي دي.

د پاکستان امنیتي‌ادارو د شنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) ځايي رسنیو ته ویلي، چې یاد شمېر کسان په شمالي وزيرستان، میرعلي، ډاکه، میرانشا، کوز وانا، تخته خېل، تېرا دره او یو شمېر نورو سېمو کې د دقیقو عملیاتو پر مهال وژل شوي او نیول شوي.

د پاکستان د امنیتي‌ مسولینو په خبره، په وژل وسله والو کې د شمالي‌وزیرستان مرستيال والي او یو شمېر ځايي قومندانان هم شامل دي.

تر اوسه د دې عملیاتو او تلفاتو په اړه وسله والو ډلو څه نه دي‌ویلي.

د پاکستان امنیتي‌ادارو همداراز ویلي، چې د وسله والو د ځپلو په موخه یې عملیات تر هغه دوام کوي، تر څو چې سیمه د وسله والو له ګواښونو خوندي شوې نه وي.

نور خبرونه

رادیو