له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ په پولو کې بشري ناورین پراخ شوی دی

۷ ساعتونه مخکې

د پاکستان او افغانستان په دروازو کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې نوی چمتوشوی راپور ښیي چې زرګونه افغانې کورنۍ د بشرپاله شرایطو په پام کې نیولو پرته له پاکستانه ایستل شوې دي. په پاکستان کې د افغان کډوالو حضور د څو لسیزو له تېرېدو سربېره، د هغوی د ایستلو بهیر په ډېرې چټکۍ سره دوام لري.

د نوموړې امریکايي ورځپاڼې د راپور له‌مخې، پاکستاني چارواکو په خپله خوښه د کډوالو د دویم پړاو پلي‌کول پیل کړي، خو شواهد ښیي چې ډېرۍ افغانې کورنۍ په جبري ډول او له مخکینۍ خبرتیا پرته ایستل شوي او دا بهیر لا هم دوام لري.

که څه هم پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دې اقداماتو موخه د کډوالۍ قوانینو پلي‌ کول دي، خو د بشري حقونو څارونکي او نړۍوال بنسټونه بیا وايي، په دغه بهیر کې د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو پراخه سرغړونه شوې ده.

نیویارک ټایمز د ایستل‌شویو کډوالو په تړاو په سرحدي سیمو کې ناوړه بشري وضعیت ته اشاره کړې ده. هغه کورنۍ چې له نسلونو راهیسې یې په پاکستان کې ژوند کړی، اوس په افغانستان کې له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي. «هغه هېواد چې لاهم د بې‌‌وزلۍ، بې‌کارۍ، او پراخو ټولنیزو او سیاسي محدودیتونو» تر سرې کرښې لاندې دی.

راپور همداراز څرګندوي چې د کډوالو د ایستلو دا بهیر د ټولنې او کورنيو د پاشل‌کېدو لامل شوی او ګڼ شمېر خلک له ملاتړکوونکو سرچینو او روغتیايي پاملرنې څخه بې‌برخې شوي دي. ځینو مرکه‌کوونکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې د پولیسو د عملیاتو پرمهال ورسره ناوړه چلند شوی او پرته له دې چې د خپلو شخصي توکو د ټولولو وخت ورکړل شي، له سیمو په جبري ډول ایستل شوي دي.

په داسې حال کې چې ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري ایستل ودروي، دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د ایستلو بهیر ته زور ورکوي.

څه موده مخکې د بښنې نړۍوال سازمان یو وار بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی و چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړۍوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي. دغه سازمان ویلي و، پاکستان د ناقانونه بهرنیانو په نوم د اته لکو ډېرو افغانانو اېستلو دویم پړاو پیل کړی، چې افغانستان ته په ستنېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

د یادونې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ویلي، د اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه پورې ۱۲۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو