د طالبانو تر کنټرول لاندې د بلخ ولایت د رسنیو دفتر وايي چې یو شمېر روسي سوداګرو ورسره هوکړه کړې، چې په دې ولایت کې به د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د نفتي موادو د استخراج کارخونې جوړوي.
د بلخ لپاره د طالبانو د والي دفتر نن سې شنبه (د غويي ۹مه) په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې په دغه ولایت کې د روسیې هېواد یو شمېر سوداګرو د انټیکو ګروپ د پراختيايي افغاني شرکت سره په ګډه همغږۍ د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نفتي موادو د استخراج کارخونې جوړولو ته لیوالتیا ښودلې.
طالبان د دغې کارخونې خبر په داسې مهال ورکوي، چې له دې وړاندې د چینايي او افغان پانګوالو له خوا په دغه ولایت کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو د سمنټو د یوې کارخونې د جوړېدو خبر ورکړی و؛ خو تر اوسه د یادې کارخونې د جوړېدو هېڅ عملي کار نه دی پیل شوی.